نثر

پاچا او وزیر

له پنده ډکه کیسه :
ژباړن : عطا محمد میاخېل
  یوه ورځ پاچا خپلو سړیو ته امر وکړ، چې څو دانې وحشي سپیان وروزي او له هرچا څخه چې کومه تېروتنه کېږي، نو د یادو سپیو په وړاندې یې وغورځوي، ترڅو یې په ډېر وحشیانه ډول وداړي .
  یوه ورځ د وزیرانو له ډلې څخه یوه وزیر د یوې موضوع په اړه رایه ورکړه، چې د پاچا خوښه نه شوه، امر یې وکړ، چې هغه د سپیانو په وړاندې وغورځوئ . وزیر وویل : ما لس کاله ستا خدمت وکړ او له تاسو څخه لس ورځې وخت وغواړم، پاچا وویل : لس ورځې وخت مې درکړ .
وزیر د سپیانو ساتونکي ته ورغی او ورته وې ویل : زه غواړم، چې د لس ورځو له پاره، د دې سپیانو خدمت وکړم .
ساتونکي وپوښتل : له دې کار څخه به څه تر لاسه کړې ؟
وزیر وویل : ډېر ژر به پوه شي .
ساتونکي وویل : سمه ده همداسې وکړه .
وزیر سپیوته د هوساینې د سامان آلاتو برابرول او د خوړو ورکړه پیل کړه . د هغوی وینځل او هر کار چې اړین و ترسره یې کړ .
  لس ورځې تېرې شوې او د حکم د پلي کېدو وخت را ورسېده، پاچا امر وکړ، چې وزیر د سپیو په وړاندې وغورځوئ، ترڅو یې وداړي . حکم پرځای شو او خپله پاچا هم د پېښې ننداره کوله، مګر له عجیبې صحنې سره مخامخ شو . ټول سپیان د پاچا پښو ته وغورځېدل او هېڅ نه ښورېدل .
پاچا وویل : له دې سپیانو سره دې څه کړي دي ؟
وزیر ځواب ورکړ : لس ورځې مې د دې سپیانو خدمت وکړ، هېر یې نه کړ، مګر لس کاله مې ستا خدمت وکړ او تا هرڅه هېر کړل .
  پاچا له ډېره شرمه خپل سر ښکته کړ او د وزیر د خوشې کېدو امر یې وکړ .
ښایي ستاسو په ژوند کې داسې کسان وي، چې کوچنۍ تېروتنه یې کړې وي او له ډېرې مودې را هیسې ځان ته اجازه نه ورکوئ، ترڅو هغوی وبښئ . کافي ده چې نن د هغو ښو ورځو په اړه فکر وکړئ، چې له هغوی سره مو لرلې . ډاډه یم، چې هغوی به وبښئ .   
 

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button