راپورونهسلايډسيمه او نړۍ

ټرمپ یو ځل بیا؛ نه غواړم افغانستان کې لس میلیونه خلک ووژنم

دا درېیم ځل شو چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د لس میلیونه افغانانو د وژلو خبره کوي.
ټرمپ سپینې ماڼۍ کې یوې وینا کې ویلي، که د افغان جګړې ګټل مو یوه اوونۍ کې غوښتلای، نو یوه اوونۍ کې مو ګټلای شوه، خو نه غواړم چې لس میلیونه افغانان ووژنم.
ټرمپ په لومړي ځل سپینې ماڼۍ کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په شتون کې دا خبره کړې وه.
د ټرمپ خبرو افغان حکومت او عام افغان سخت پارولي وو.
افغان حکومت له امریکا د وضاحت ورکولو غوښتنه هم کړې وه.
ټرمپ په خپلې وینا کې ویلي، ډېر وخت وشو چې امریکا لکه د پولیسو په ډول افغانستان کې ده او امریکا باید دغه ډول نه وي.

Tags

Related Articles

Back to top button