افغانستانخبرونهسلايډسيمه او نړۍ

ټاپي افغانستان ته څه ورکوي؟

د ګازو نل‌لیکه (ټاپي) پروژه د کسپین بحیرې ګاز د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند هیوادونو تر منځ لېږدوي. د پروژی کاري پلان په ۱۹۹۰ کال کې د ترکمنستان او پاکستان تر منځ ابتدايي جوړ شوی و. په ۱۹۹۵ کې د انرژۍ نړیوالو کمپنیو، د ارجنتاین بریډاس، د امریکا یونیکال او د سعودي عربستان دیلتا کمپنیو هم د پانګونې لپاره تابیا ونیوه.

په ۱۹۹۶ کې د افغانستان ډیرې سیمې د طالبان د اسلامي امارت تر واک لاندې وې. د سیمې هیوادونو او په اسلام اباد کې د امریکا سفیر غوښتل چې له طالبانو سره د دې موضوع په اړه خبرې وکړي. په ۱۹۹۸ کال کې په نایروبي او دارالسلام کې د امریکا پر سفارت بریدونه وشول، چې مسوولیت يې د القاعده شبکې مشر، اسامه بن لادن ومانه. د طالبانو مشر، ملا محمد عمر د اسامه بن لادن ملاتړ کاوه او په خپله خاوره کې يې ورته پناه ورکړې وه. له دې سره جوخت په ۱۹۹۸ کې د ډسمبر په ۸مه یونیکال کمپنۍ په کابل او اسلام باد کې خپلې څانګې وتړلې او د ګازو د نل‌لیکې پروژه په ټپه ودریده.

پر افغانستان د امریکا له یرغل وروسته په ۲۰۰۲ کې د ډسمبر په ۱۱مه ترکمنستان، افغانستان او پاکستان یو وار بیا د ګازو د نل‌لیکې د پیلېدو په اړه خبرې پېل کړي. په ۲۰۰۵ کال کې د اسیا پراختیایې بانک د دې پروژې هر اړخیزه مطالعه د پینسپین برتانوي کمپنۍ په مرسته تیاره کړه او د افغانستان حکومت ته یې وړاندي کړه. له دې پروژې د امریکا سفارت هم خپل ملاتړ اعلان کړ؛ ځکه چې تر دې مخکې روسانو نه غوښتل چې د منځنۍ اسیا له منابعو امریکایان او د هغو ملګري هیوادونه ګټه پورته کړي.

د ۲۰۰۸ په اپرېل کې افغانستان، پاکستان او هند درې هیوادونو په خپل منځ کې یو بل سره د ټاپي د پوهاوي سند لاسلیک کړ. په اپریل ۲۰۱۲ کال کې افغانستان او هند د ټاپې د پروژي د ترانزیت د لګښت په اړه سره هوکړي ته ونه رسیدل او پروژه یو وار بیا له ځنډ سره مخ شوه تر دې چې د همدي کال په مۍ کې دواړه هیوادونه سره سلا شول او ولسي جرګي تایید کړه چې په سبا يې د هند کابینې هم دا سند لاسلیک کړه.

وروسته له دې اوږدې پروسې نن دغه نل‌لیکه د ترکمنستان په پلازمېنه کې د څلور واړو هیوادونو د مشرانو له خوا پرانستل شوه. غونډه کې ولسمشر اشرف غني د افغانستان، محمد نواز شریف د پاکستان، محمد حامد انصاري د هند د لومړۍ وزیر مرستیال په استازيتوب ګډون لاره.

د ټاپي نل‌لیکه چې شااوخوا ۱۸۰۰ کیلو مټره اوږدوالی لري، هر کال به ۳۳ میلیارد مټر مکعب طبیعی ګاز افغانستان، پاکستان او هند هیوادونو ته صادروي.د معلوماتو له مخې د دې پروژې لګښت به ۱۰ میلیارده ډالر وي چې ۵۰٪ به یې کمپنۍ او پاتي نور مصارف به غړي هیوادونه پرې کوي. په کلني ډول به هند ۲۵۰ ملیارد ډالر پاکستان ته او پاکستان به افغانستان د ترانزیت لپاره ورکوي.

په افغانستان کې به ۱۲۰۰۰ کسان د دې پروژي له امله په کار ګومارل کیږي. د دې تر څنګ دا لومړنۍ پروژه ده چې منځنۍ اسیا له هند او پاکستان سره نښلوي. دا به د نورو اقتصادي پروژو پيل وي. دا به په سیمه کې د امنیت په راوستلو کې مرسته وکړي. دا پروژه به راتلونکو دوو کلونو کې سرته ورسیږي او د سیمې هیوادونه به تري ګټه پورته کړي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button