سلايډنظر او تحلیل

ټاپي؛ د سیمې د اقتصادي پيوستون پيلامه/څېړنه

احمدبلال‌خلیل
افغان څېړونکی

مقدمه

د ټاپي پروژې نه یوازې دا چې د سیمې پر سیاستونو ژوره اغېزه وښندله، بلکې په جیوپوليټیکي بحثونو کې یې د یوه نوي بحث اضافه هم وکړه، چې ایا امنیت نل‌لیکې راولي او که نل‌لیکې بیا امنیت ټینگوي؟

له علمي بحث څخه وراخوا، دا نل‌لیکه له «خوب» څخه تر ډراماتیکي مرحلې پورې ورسېده او بیا له هغه ځايه په تېرېدو سره بیا په سیمه کې د «لویې لوبې» یاد تازه کوونکې شوه او ان د دسیسه يي نظریو تر تورونو پورې هم ورسېده؛ اما دا دی اوس دغه «خوب» خپل وروستي ټولې پوړۍ شاته پرېښي او د عملي کېدو پر لور روانه ده. خو بیا هم دغو بشپړو مرحلو له دوو لسیزو زیات وخت واخیست او ان پکې دوو واکمنیو هم د همدې خوب  له کبله قرباني شوه[1].

دا چې د ټاپي دغه پروژه له کومو تاریخي پړاوونو څخه تېره شوه، ولې یې عملي کارونه له دوه نیمو لسیزو وروسته پیل شول، د دغې پروژې ارزښت او په لاره کې یې پراته خنډونه څه دي، پر سیمه او افغانستان به یې اغېزې څه وي؟ په دغه تحلیل کې دغو پوښتنو ته ځواب ویل شوی دی.

پېژندنه

نل‌لیکې ډېر زوړ تاریخ لري. د مصر، چین، یونان، روم او په نورو لرغونو تمدنونو کې هم نل‌لیکې دود وې. د نل‌لیکو لومړنی ډول د خټو، لرگیو او اوسپنو وې، چې په ډېری توگه به پکې اوبه له یوه ځایه بل ته انتقالېدې. په بل اړخ کې د انرژۍ په برخه کې هم لومړنۍ نل‌لیکه په چین کې له میلاد څخه تقریباً ۴۰۰ کلونه وړاندې جوړه شوه، چې په بانسونو کې به یې غاز  د بیجینگ ښار ته انتقالوه او د ښار په رڼا کولو کې به ترې کار اخیسته[2].

وروسته د اتلسمې پېړۍ په نیمايي کې په لندن کې تقریباً ۵۴ زره گزه د لرگیو او ۱۸۰۰ گزه د اوسپنې نلونه وو، چې اوبه به پکې انتقالېدې. وروسته په ۱۸۲۱ کال کې د لرگیو نل د امریکا په نیویارک کې طبیعي غاز انتقال کړل. په ۱۸۴۳ کال کې بیا د غازونو د انتقالولو په موخه له اوسپنیز نل څخه هم په لومړي ځل گټه واخیستل شوه او داسې یې تر ډېره یو شمېر تاوانونه راکم کړل[3].

که څه هم یو شمېر نور څېړونکي بیا د نولسمې پېړۍ له دغو تاریخونو سره اختلاف لري او په لومړي ځل د تیلو اوسپنیزه نل‌لیکې په ۱۸۵۹ او ۱۸۶۵ کلونو کې جوړې شوي گڼي[4]. خو له دغو اختلافاتو سره سره، یوه خبره جوته ده، چې په مختلفو پړاوونو کې په نړۍ کې نللیکې د مختلفو موخو لپاره استعمالېدې.

د ټکنالوژۍ له پرمختگ او له عصري کېدو سره، نړۍ د نل‌لیکو په برخه کې هم خورا ډېر پرمختگ وکړ. اوس د پخوا په پرتله د نل‌لیکو قُطر او فشار زیات شوی او همدا راز اوسنۍ نل‌لیکې تر پخوا ډېرې خوندي هم دي.

د شورویانو په مرسته د افغانستان په شبرغان کې د طبیعي غازو زیرمې وموندل شوې او په لومړي ځل د افغانستان د غازو نل‌لیکه هم په ۱۹۶۷ کال کې بشپړه شوه، چې تقریباً ۱۰۰کیلو مېتره اوږدوالی یې درلود او شبرغان یې د شوروي اتحاد له کېلېفت سیمې سره ونښلاوه[5]. وروسته د شبرغان-مزارشریف  غازو نل‌لیکه هم جوړه شوه او د نړیوال بانک لخوا د شبرغان-کابل د غازو نل‌لیکه هم تر طرحې لاندې ده. همدا راز د ترکمنستان-افغانستان-تاجکستان-چین د غازو نل‌لیکه او د ایران-افغانستان-چین غازو نل‌لیکې هم تر نظر لاندې دي.

په بل اړخ کې د ټاپي نل‌لیکه به د ترکمنستان غاز افغانستان، پاکستان او هند ته ورسوي او داسې به دا د منځنۍ اسیا د طبیعي غازو غني هېواد د سویلې اسیا د انرژۍ تږي هېوادونه سره ونښلوي. زموږ د بحث موضوع هم همدا د ټاپي پروژه ده.

لومړۍ برخه: د ټاپي پروژې پړاوونه

تر اوسه د ټاپي پروژه له مختلفو پړاوونو تېره شوې، چې یادونه یې په لاندې ډول په مختلفو پړاوونو کې کېږي:

ټاپي؛ له «خوب» تر نوې لویې لوبې

په افغانستان کې ډاکټر نجیب الله چې د شورویانو د یرغل پرمهال یې حکومت د شوروي پر مرستو او د شبرغان پر غازو متکي وو، د شورویانو له وتلو سره د ده حکومت له ناامنیو او په تېره بیا د عایداتو له کمښت سره مخ شو. ده وغوښتل چې د افغانستان غاز چیکسلواکیا، یوگوسلاویا او یو شمېر نورو هېوادونو ته ولېږي. همدا راز د شورویانو له وتلو وروسته په ۱۹۹۱ کال کې د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونو هم له شوروي څخه خپله خپلواکي ترلاسه کړې، چې په دوی کې د ترکمنستان هم شامل و.

ترکمنستان هم له خپلواکۍ وروسته د عایداتو په اړه اندېښمن وو، له همدې ځایه یې خپل بهرنی سیاست تر ډېره د نللیکو پر ویستلو متکي کړ. له یوې خوا یې غوښتل، چې د ایران-ترکیې له لارې نللیکې اروپا ته وباسي؛ خو دغه نللیکه بیا د امریکایانو لخوا تر فشارونو لاندې راغله؛ ځکه دغه نللیکه به له ایرانه تیرېده.

وروسته ترکمنستان له یوې امریکايۍ کمپنۍ «کنسورتیم» سره تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې د ترکمنستان غاز د کسپین سمندرگي له لارې ترکیې او بیا اروپا ته تلله. خو دلته بیا ستونزه دا وه، چې روسانو غوښتل اروپا او لویدیځ ته د ترکمنستان غاز محدود کړي؛ ځکه اروپا کې د ترکمنستانو غازو بیا د روسیې د سایبریا له غاز سره رقابت پيدا کاو.

پاتې شوه د افغانستان لاره، چې په ۱۹۹۴ کال کې د بریډاس کمپنۍ یې طرحه وړاندې کړې وه، هغه بیا د ناامنیو او بې ثباتیو ښکار شوه[6].

بولغیروني، چې د برېډاس کمپنۍ مشر و، کله چې د افغانستان پولو ته نږدې د یشلر په سیمه کې غاز د شورویانو په مرسته موندل شوي وو، نو ده وغوښتل چې دغه غاز باید چین یا سویلې اسیا ته ولېږدول شي. د ده په اند د افغانستان له لارې د یوې نل‌لیکې تلل به یوه سوله ییز کاروبار وي، که څه هم ډېر سخت کار دی خو ناممکن نه دی[7].

د ۱۹۹۴ کال په نومبر میاشت کې چې کله طالبانو کندهار ونیوه، نو د برېډاس کمپنۍ د ترکمنستان نیازوف چې په «ترکمنباشي» باندې هم مشهور و، وهڅاوه چې یوه کاري ډله جوړه کړي، څو د افغانستان له لارې پاکستان ته د غازو نل‌لیکه مطالعه کړي. څلور میاشتې وروسته د پاکستان لومړۍ وزیرې بې نظیر بوټو او نیازوف د ۱۹۹۵ کال د مارچ پر ۱۶مه نېټه یوه تفاهم نامه لاسلیک کړه، چې برېډاس ته یې د مطالعې په اړه اجازه ورکړه.

له همدې ځایه د دغې نللیکې تېرولو پر سر د برېډاس او امریکايي کمپنۍ یونیکال ترمنځ مقابله پيل شوه. په دغه مقابله کې امریکا، ایران، سعودي او پاکستان اساسي لوبغاړي وو، له همدې ځایه په سیمه کې د نوې لویې لوبې اصطلاح هم رایج شوه.

ټاپي؛ له «نوې لویې لوبې» تر «دسیسهيي نظريو» پورې

په سیمه کې د ټاپي پروژې پر سر نوې لویې لوبې دوه ډوله وشوې:

لومړی ډول؛ د نللیکې د تېرولو پر سر نوې لویه لوبه

په دغه لوبه کې د برېډاس کمپنۍ او یونیکال کمپنۍ ښکېلې وې، دوی غوښتل چې د دغې نل‌لیکې د تېرولو حقوق ترلاسه کړي. د یونیکال کمپنۍ تر شا امریکا وه. په پاکستان کې ورته امریکايي ډيپلوماتانو او سفیر لابي کوله او په امریکا کې هم ورسره ډېر وتلي سیاستوال تړلي وو.

 په بل اړخ کې برېډاس کمپنۍ هم په افغانستان او پاکستان کې د نل‌لیکې د تېرولو د حقوق او کنترکت د ترلاسه کولو په موخه لابي کوله. د وحید مژده د کتاب له مخې د برېډاس کمپنۍ یو شمېر غړو په ۱۹۹۵ کال کې افغانستان ته سفر وکړ او د مجاهدینو د بهرنیو چارو وزارت له معین عبدالرحیم غفورزي سره په اړیکه کې شول[8]. د ۱۹۹۶ کال په فبرورۍ کې د برېډاس کمپنۍ مشر د ترکمنستان رئیس جمهور او د پاکستان لومړۍ وزیرې بوټو ته وویل، چې دی د افغانستان له ټولو ښکېلو خواوو سره په یوه تفاهم رسیدلی او د لارې ستونزه  یې نوره حل کړې ده[9]. همدا راز په ۱۹۹۷ کال کې د برېډاس کمپنۍ مشر افغانستان ته سفر وکړ او له ملا محمد رباني او د معادنو له وزیر احمد جان سره یې ولیدل. په همدې کال د طالبانو یو هئیت هم ارجنتاین ته ولاړ[10].

دویم ډول؛ د نللیکې د مسیر پر سر سیالۍ

 د شورویانو پر منحلېدلو ترکمنستان کې د امریکا لېوالتیا د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو په پرتله ډېره وه؛ ځکه په تاجکستان کې کورنۍ جگړه وه او ازبکستان هم تر ډېره د شوروي تر نفوذ لاندې گڼل کېده. ترکمنستان د بريژنسکي  د تیورۍ «یورواشیا» ته نږدې پروت و او ډېر طبیعي منابع یې هم درلودل. د دې ترڅنگ امریکایانو غوښتل چې له ترکمنستان څخه تیریدونکي نل‌لیکې د ایران له لارې تیرې نه شي. له همدې ځایه يې په افغانستان کې د ټاپي پروژې ملاتړ کاوه او دغه پروژه یې خپلې کمپنۍ ته ترلاسه کول غوښتل، چې دې بیا نورې اقتصادي گټې هم درلودې.

د یونیکال کمپنۍ یوه بله ملاتړې د سعودي کمپنۍ ډيلټا وه. د دغه کمپنۍ مشر بدر الایبان د سعودي له بادشاهي کورنۍ سره نږدې اړیکې درلودې او یو ورور یې د ملک فهد په دربار کې هم وو. همدا راز سعودي هم په منځنۍ اسیا او افغانستان کې خپلې گټې درلودې، یوه گټه یې په منځنۍ اسیا کې سلفیزم خپرول او بله گټه یې بیا په دې کې وه، چې له افغانستان څخه تیرېدونکې نل‌لیکه به ایران بای پاس کړي؛ ځکه د عراق-ایران له جگړې وروسته د سعودي او ایران اړیکې ډېرې خرابې وې او دواړه په سیمه کې حریفان او له یو بل سره په سړه جگړه کې ښکېل وو.

پاکستان هم د منځنۍ اسیا په نویو ازادو شویو هېوادونو او افغانستان کې جیوستراتيژيکې گټې درلودې، دوی هم غوښتل چې دغه نل‌لیکه د افغانستان له لارې تېره شي. د دې ترڅنگ پاکستان د انرژۍ لوړېدونکې غوښتنه هم درلوده.

د دغو ټولو هېوادونو برعکس ایران غوښتل، چې دغه نل‌لیکه د ایران له لارې تېره شي او په دې اړه یې ډېرې هلې ځلې وکړې؛ خو ناکامې شوې. په ۱۹۹۲ کال کې ترکیې، ایران او ترکمنستان موافقه وکړه چې د ایران او ترکیې له لارې به اروپا ته یوه نللیکه غځوي، وروسته  د ۱۹۹۷ کال ډیسمبر کې ایران له ترکمنستان څخه ۱۱۹ میله اوږد د غازو نل‌لیکه هم ایران ته بشپړه کړه[11]؛ خو له دغو هڅو سره، ایران په دې ونه توانید، چې له ترکمنستان څخه کومه نللیکه د خپلې خاورې له لارې سویلې اسیا ته ولېږدي. دا بیا د لاندې لاملونو له کبله ونه شول:

  • د امریکا فشارونه او نه همغږي؛
  • د ایران له لارې اروپا ته د ترکمنستان تلونکې نل‌لیکې د روسیې د فشارونو له کبله ونه شول؛ ځکه دې بیا د روسیې د غازو مارکېټ خرابوه

هم مهاله ایران د آی پي آی (ایران-پاکستان-هند) غازو نللیکې طرحه په ۱۹۹۵ کال کې وړاندې کړ، څو سویلې اسیا ته ایراني غاز ورسوي. په دغه طرحه کې روسیه د ایران ملاتړې وه.

د طالبانو پخوانی سفیر او د صنایعو او معدنو وزارت پخوانی مرستيال ملا عبدالسلام ضعیف هم په خپل انگریزي کتاب کې همدې خبرې ته اشاره کوی، چې ایران نه غوښتل نوموړې نل‌لیکه د افغانستان له لارې تېره شي او له همدې ځایه یې د افغانستان په بې ثباتۍ کې لاس و، څو پانگوال د افغانستان له حالاتو نهيلي شي[12].

وروسته د حامد کرزي په دوره کې  هم چې کله د ټاپي پروژې پر سر بیا خبرې پيل شوې نو ایران د آی پي آی غاز نللیکې طرحه وړاندې کړه او د ایران رئیس جمهور احمدي نژاد هند او پاکستان ته د خپلو سفرونو پرمهال پرې ټینگار وکړ. خو پر ایران د بندیزونو او امریکایي فشار له کبله هند له دغې طرحې ووت.

ټاپي؛ له «دسیسه‌يي نظریې» تر عملي کارونو

په سیمه کې د ټاپي پروژې له کبله یو شمېر دسیسه‌يي نظریو هم سر راپورته کړ او د سیمې د دوو حکومتونو د چپه کېدو تر شا هم د ټاپي پروژې پر سر مسابقه گڼل کېږي. دغه دوه حکومتونه په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ او په پاکستان کې د بې نظیرې د واکمنۍ دویمه دوره بلل کېږي. د دې ترڅنگ دسیسه‌يي نظریه لرونکي د یوولسم سپتمر پېښې وروسته پر افغانستان د امریکایانو بریدونو یو لامل هم همدا ټاپي گڼي.

د طالبانو په اړه دسیسه‌يي نظریه: طالبانو د یونیکال په پرتله برېډاس یو غوره انتخاب گاڼه او په پای کې یې قرارداد ور هم کړ. د ملا ضعیف په اند د افغانستان اسلامي امارت په تېره بیا موږ د معدنو او صنایعو په وزارت کې له ټولو فعالو کمپنیو سره مذاکرات وکړل[13]. برېډاس د ۱۹۹۷ کال په مارچ کې په کابل ښار کې خپل دفتر پرانیسته او وروسته یې بیا په کندهار کې هم خلاص کړ. یونیکال چې یوه امریکايۍ کمپنۍ وه؛ غوښتل یې چې د افغانستان او ترکمنستان د غازو او تيلو وسایل کنترول کړي او د همدې موخې لپاره له برېډاس چې ارجنتینايي کمپنۍ سره په رقابت کې وه. دغه مهال د طالبانو تگلاره داسې وه، چې دغه کنترکت د مختلفو کمپنیو ترمنځ وویشي، خو یونیکال بیا له دغه چلند سره مخالفت وکړ او غوښتل یې چې بشپړ کنترکت ترلاسه کړي[14]. د ملا ضعیف په اند دوی په دا ډول غوښتل چې اسلامي امارت تر فشار لاندې راولي؛ خو دوی په خپلو هڅو کې بریالي نه شول. طالبانو بیا له همدې کبله دغه کنترکت برېډاس کمپنۍ ته ورکړ، چې دوی به له نورو اروپايي کمپنیو سره په شریکه پر دغه کار پيلوي[15]. په ۱۹۹۸ کال کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر شیخ مرادوف سره په همدې تړاو یو تفاهم لیک لاسلیک کړ. له دې وروسته پر طالبانو د ملگرو ملتونو لخوا پراخ بندیزونه ولگېدل، چې دغه پروژه یې بیا له ځنډ سره مخ کړه.

له طالبانو وروسته د حامد کرزي ولسمشر کېدل او په کابل کې د زلمی خلیلزاد سفیر کېدل دا ټول د همدغې دسیسه‌يي نظريې برخې دي؛ ځکه د دسیسه‌يي نظریو خاوندان د دوی اړیکه له یونیکال سره تړلې گڼي؛ ځکه د دوی په اند نوموړي کسان د یونیکال کمپنۍ پخواني چارواکي او مشاورین گڼي.

د بې نظیرې حکومت د ړنگېدو په اړه دسیسه‌يي نظریه: د پاکستان وتلی ژورنالېست حامد میر په خپله یوه مقاله کې د دغې دسیسه‌يي نظریې په اړه لیکي، چې په پاکستان کې د امریکا سفیر تهامس سیمنس یونیکال ته لابي کوله او چې کله بې نظیرې د برېډاس سره تفاهمنامه لاسلیک کړه، نو د بې نظیرې او امریکايي سفیر ترمنځ اختلافات ژور شول. د پاکستان کورنيو چارو وزیر نصیر الله بابر د طالبانو او د شمالي ټلوالې ترمنځ د روغې جوړې په اړه په هلو ځلو کې بوخت وو  او د ۱۹۹۶ کال د نومبر پر ۶مه نېټه په اسلام آباد کې د افغانستان د قضيې د ښکېلو ټولو اړخونه یوې گډې ناستې لپاره رابلل شوي وو؛ خو پر سبا د بې نظیرې حکومت د پاکستان رئیس جمهور فاروق لغاري لخوا ړنگ شو[16].

خو که موږ ځیر شو، نو د دواړو حکومتونو د ړنگېدو اساسي لامل دا نه دی، بلکې ډېر داخلي عوامل وو، چې د دواړو حکومتونو ړنگېدو ته یې لاره خلاصه کړه. په پاکستان کې د بې نظیرې دویم حکومت ړنگېدل د پاکستان په تاریخ کې کومه نوې خبره نه وه، بلکې په نویمه لسیزه کې ډیموکرات حکومتونه د دوو کلونو دننه د یو بل پسې ړنگېدل. لومړی د بې نظیرې حکومت ړنگ شو، بیا ورپسې د نواز شریف او بیا د بې نظیرې. دې بیا تر ډېره داخلي لاملونه درلودل، چې د پاکستان په داخلي چارو کې د پوځ لاسوهنې، خراب اقتصادي حالت او سیاسي مخالفتونه وو. همدا راز  د طالبانو حکومت ړنگېدل هم یوازې یونیکال ته د کنترکت د نه ورکولو له کبله نه وو، بلکې یو شمېر نور ډېر اساسي لاملونه وو، چې پای یې د طالبانو حکومت ړنگ کړ.

… او خوب چې د رښتیا کېدو پر لور روان دی!

د طالبانو حکومت له ړنگېدو وروسته د ۲۰۰۲ کال د ډیسمبر په ۲۷مه د افغانستان، پاکستان او ترکمنستان د ټاپي په اړه یو نوی تړون لاسلیک کړ. همدا راز د اسیا پرمختیايي بانک د دغې پروژي د عملي کېدو په اړه د ارزیابۍ مطالعه وکړه، چې په ۲۰۰۵ کال کې یې بشپړه کړه. په ۲۰۰۸ کال کې په دغه پروژه کې هند هم شامل شو. په ۲۰۱۰ کال کې د دغې پروژې لومړۍ مرحله پيل شوه چې د حکومتونو ترمنځ تړون وو، دغه تړون د ۲۰۱۰ کال په ډيسامبر کې په عشق اباد کې لاسلیک شو. د ټاپي پروژې دویمه مرحله د پلور/پېرل تړونونه وو، چې دا بیا د ترانزتي فیس او د غازو پېر او پلور په اړه وو. دا له ډېرو اختلافاتو وروسته د ۲۰۱۲ کال د می په میاشت کې لاسلیک شول. په درېیمه مرحله کې د نل‌لیکې کمپنۍ جوړه شوه[17] او اوس په څلورمه مرحله کې د ترکمنستان، افغانستان، هند او پاکستان لوړ پوړو چارواکو د دغې نللیکې د غځولو افتتاح وکړه، چې شونې ده د ۲۰۱۸ کال تر پایه پورې به کار پرې بشپړه شي.

د ټاپي د غازو نل‌لیکه، چې ۱۸۱۴ کیلومیتره اوږدوالی او ۵۶ انچه قُطر لري، به د ترکمنستان د سویل گالکینیش (Galkynysh) څخه پيل کېږي، د افغانستان د هرات، فراه، هلمند او کندهار څخه په تیریدو به د پاکستان کوټې ته ورسیږي او له هغه ځایه به بیا ملتان او پای په هند کې خپل وروستي منزل فازېلکه (Fazilka) ته ورسیږي.

دغه نل‌لیکه به هر کال ۳۳ ملیارد مکعب متره غاز افغانستان، پاکستان او هند ته ولېږدوي. په دې کې د افغانستان کلنۍ برخه ۵ ملیارده متر مکعبه او د هند او پاکستان برخه بیا ۱۴ ملیارده متر مکعبه ده.  دا به تقریباً تر ۱۰ ملیاردو ډالرو پر لگښت جوړيږي؛ خو په دې کې هغه لگښتونه گډ نه دي، چې په افغانستان او پاکستان کې به د دغې نل‌لیکې د جوړېدو پرمهال په امنیتي برخه کې د ټاپي نل‌لیکې د ساتلو په موخه استعمالېږي.

د سیمې په دغه ستره پروژه کې به تر ۸۵ سلنه پانگونه د ترکمنستان حکومت کوي او پاتې ۱۵ سلنه به په شریکه او په برابره کچه د افغانستان، پاکستان او هند حکومتونه کوي. د افغانستان په ۵ سلنه برخه کې به د اسیا پرمختیايي بانک ۳ سلنه همکاري کوي او پاتې ۲ سلنه به افغان حکومت په خپله ورکوي.

د ټاپي پروژه ولې پر وخت پیل نه شوه؟

دلته پوښتنه پيدا کېږي، چې د ټاپي پروژه ولې ژر پیل نه شوه او عملي کېدلو یې تقریباً دوه لسیزې وخت ولې واخیست؟ دغه سوال مختلف ځوابونه لري، چې په لاندې ډول دي:

  • د افغانستان د ۹۰مې لسیزې حالات: په نویمه لسیزه کې افغانستان په کورنۍ جگړه کې ښکېل و، د هېواد مختلفې سیمې د مختلفو جنگسالرانو تر نفوذ لاندې وې؛ که څه هم د طالبانو له راتگ سره نسبي امنیت ټینگ شو؛ خو بیا هم په ډيپلوماتیک ډگر کې افغانستان یوازې درې هېوادونو په رسمیت پيژندلی و او له ۱۹۹۸م وروسته پر افغانستان اقتصادي بندیزونه هم ولگېدل، چې دغه بندیزونه بیا په تدریجي توگه نور هم پراخ شول. د دغو نړیوالو بندیزونو له کبله په دغه پروژه کې د مختلفو کمپنیو د پانگونې لاره ډپ شوه او داسې دغه پروژه ځنډېدلې پاتې شوه.
  • د افغانستان او پاکستان امنیتي حالات: په ۹۰مه لسیزه او د ۲۰۰۴ کال څخه وروسته د افغانستان په سویله سیمو کې امنیت ورځ تر بلې خراب شو، چې دې بیا پر ټاپي پروژې ژورې اغېزې وښندلې. په بل اړخ کې دغه نل‌لیکه د پاکستان له ناامنه او د بلوڅ بیلتون غوښتونکو له سیمې تیرېده، چې له ۲۰۰۲ کال څخه تر ۲۰۰۸ کال پورې پکې د پاکستاني پوځ لخوا یو شمېر پوځي عملیات هم وشول او تر ټولو مشهور یې د بلوڅستان د پخواني والي او د بگټي قبیلې د مشر اکبر بُگټي پرضد عملیات وو، چې پای پکې بُگټي ووژل شو.
  • د ترانزیت فیس او د غاز د پېر او پلور د نرخونو پر سر شخړې: په ۲۰۱۰ کال کې چې کله د ټاپي غړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ تړون لاسلیک شو او ترڅنگ یې د ټاپي پروژې چارچوپ هم لاسلیک شو، نو د ترانزیت د فیس او د غاز د پېر او پلور د نرخونو پر سر د څلورو واړو هېوادونو ترمنځ یو شمېر اختلافات رامنځته شول. دغه اختلافات بیا د دوو کلونو دننه حل شول او په ۲۰۱۲ کال کې د پاکستان، هند او افغانستان ترمنځ د ترانزیت په برخه کې تړون وشو او همدا راز درې واړو هېوادونو له ترکمنستان سره هم د غازو د پېر او پلور د نرخونو په تړاو یو بل ځانگړی تړون هم لاسلیک کړ. درې یواړو هېوادونو پر $495/MMBtu  ترانزیتي فیس موافقه وکړه چې افغانستان ته به يې ورکوي[18].
  • د پانگونې ستونزه: د ۲۰۰۱ کال له یوولسم سپټمر وروسته د ټاپي پر پروژې د عملي کار د نه پيلیدو یو لامل دا هم و، چې په دې کې پانگوالو د ناامنیو له کبله زړه نه ښه کاوه.
  • ماینونه: د اسیا پرمختیايي بانک د ۲۰۰۵ او وروسته د ۲۰۰۸ کال له امکاني مطالعاتو وروسته، د افغانستان هغه سیمې چې د ټاپي نللیکه به ترې تیرېده د ماینونو له گواښ څخه ډکې وبللې[19]. افغان لوري په بل اړخ کې ژمنه وکړه، چې د دوو کلونو دننه به دغه سیمې له ماینونو څخه پاکوي[20].
  • د هند او پاکستان رقابتونه: همدا راز د هند او پاکستان رقابتونو هم پر دغې پروژې پراخ سیوری غوړولی و؛ ځکه هند نه غوښتل، چې د انرژۍ امنیت یې پر خپل ستراتيژيک حریف (پاکستان) متکي شي. خو د دوو لاملونو له کله هند بیا وهڅېد چې په دغه پروژه کې شریک شي:
    لومړی: د ټاپي پروژې ډېری لگښتونه د ترکمنستان حکومت په خپله غاړه واخیستل او له هند څخه یې وغوښتل چې یوازې يې ۵سلنه لگښتونه پرځان ومني. له همدې ځایه هند ته دغه پروژه مهمه شوه، ځکه بې له دې چې هند په دغه پروژه کې ډېره پانگونه وکړي، هند ته پرېمانه انرژي پرلاس ورځي او که وروسته پاکستان بیا د ټاپي د نللیکې له تیریدو څخه د هند پرضد ستراتيژيکه گټه پورته کول هم وغواړي، نو پر هند به ډېرې اغېزې ونه کړي.
    دویم: د هند او امریکا له اتومي موافقې وروسته، هند د امریکا له کبله د ایران-پاکستان-هند نللیکې څخه ووت او هم د امریکا په غوښتنه، چې منځنۍ اسیا یې له سویلې اسیا سره نښلول غوښتل او په همدې موخه یې د ورېښمو د نوې لارې طرحه هم وړاندې کړې، چې پکې د ټاپي پروژه هم گډه وه. امریکا په ټاپي کې په دې موخه ډېره لېوالتیا درلودله، څو افغانستان داخلي عاید زیات شي او تر ډېره پر امریکايي مرستو اتکا ونه مومي.

د ټاپي پروژې پر وړاندې ننگونې

که څه هم پورته هغه لاملونه بیان شول، چې په وروستیو دوو لسیزو کې یې د ټاپي پروژې د پيلیدو په لاره کې خنډونه جوړ کړي وو، خو اوس چې د ټاپي پروژې پرانیسته په رسمي ډول وشوه، نو اوس د ټاپي پروژې پر وړاندې ننگونې بیانوو:

  • امنیت: د ټاپي پروژې پر وړاندې تر ټولو ستره ننگونه د افغانستان او بلوڅستان امنیت دی. د ټاپي پروژه به د افغانستان له نا امنو سیمو څخه تیرېږي لکه هلمند، کندهار او فراه. همدا راز د افغانستان او ترکمنستان پولې ته څېرمه سیمو کې د طالبانو او د ازبکستان د اسلامي غورځنگ ډلې شتون، هرات کې د ملا رسول او د ملا اختر محمد پر مشرۍ د طالبانو د ډلو ترمنځ نښتې، د کندهار پر هوايي ډگر د طالبانو بریدونه، په شمال کې د یو شمېر ولسوالیو سقوطونه او په تېره بیا د کندز ښار سقوط وروستۍ هغه پېښې دي، چې د ټاپي پروژه ننگوي. له دې وراخوا، د ټاپي دغه پروژه به د پاکستان له ناامنې سیمې او د بلوڅانو بیلتون غوښتونکو له سیمو هم تیریږي.
  • د مختلفو ډلو لخوا گواښ: د ټاپي پروژه د مختلفو وسله والو ډلو لخوا د گواښ له خطر سره مخ ده. په دغو ډلو کې د ازبکستان اسلامي غورځنگ، داعش او نورې ډلې شاملې دي.
  • پانگونه: که څه هم د ترکمنستان حکومت اعلان کړی، چې په دغه پروژه کې ۸۵ سلنه پانگونه به (ترکمنغاز) او یو بل خصوصي شرکت کوي، چې تر اوسه لا نامعلومه ده. خو بیا هم ډېری د ترکمنستان دغې ژمنې او اعلان ته د شک په سترگه گوري. په همدې تړاو دکتور رابرت کتلر چې د چارلېټن پوهنتون د اروپا، روسیې او یوروشیايي مطالعاتو انستیتوت کې څېړونکی دی، وايي د ترکمنستان په شان یوه هېواد چې د داخلي تولیداتو ټولیز ارزښت یې ۴۵ملیارده امریکايي ډالره وي څنگه به په دغه پروژه کې تر ۱۰ ملیاردو ډالرو پورې پانگونه وکړي؟[21] دا هم لا معلومه نه ده، چې له ترکمنغاز سره به بله کومه کمپنۍ په دغه پروژه کې پانگونه کوي، له دې وړاندې د چیفرون او ایگزون نومونه اخیستل کېدل خو د ترکمنستان حکومت د مخالفتونو له کبله یې نومونه له دغې پروژې لرې شول. همدا راز د ډېرو په ذهنونو کې دا پوښتنه هم پيدا کېږي، چې آیا د ترکمنستان حکومت به په دې وتوانیږي، چې د سیمې د دغې سترې پروژې ټول لگښتونه بې له کوم ځنډه په مسلسله توگه په خپله غاړه واخلي؟ دغه هغه پوښتنې دي، چې راتلونکی به یې ځواب کړي.
  • د وخت ننگونه:  همدا راز یو شمېر څېړونکي او اقتصاد پوهان د ترکمنستان لخوا د درېیو کلونو دننه د دغه نللیکې بشپړول هم تر پوښتنې لاندې نیسي او وايي، دا تر ډېره ناممکنه ده، چې ترکمنستان دې د ټاکلي وخت دننه دغه پروژه بشپړه کړي. ځکه د ختیځ-لویدیځ نللیکه چې د ترکمنستان یوه داخلي پروژه وه او د ټاپي د اوږدوالي په نیمايي  یې اوږدوالی درلود تقریباً د اوو کلونو دننه بشپړه شوه؛ خو ټاپي چې څلور هېوادونه به سره نښلوي او همدا راز د افغانستان او پاکستان پر څېر له ناامنو سیمو څخه به هم تېرېږي نو دا به له دغه ټاکل شوي وخت څخه ډېر وخت واخلي. د دې ترڅنگ د وخت له تیرېدو سره به د ټاپي پروژې لگښتونه هم په طبیعي ډول زیات شي، چې دا هم کیدای شي په راتلونکي کې یو بل خنډ واقع کړي.

ټاپي؛ پر هېواد او سیمه یې اغېزې

د ټاپي پروژه د سیمې او د افغانستان یو له سترو پروژو څخه گڼل کېږي او دا به پر دواړو (سیمې او افغانستان) پراخې اغېزې وښندي، چې دا اغېزې بیا په لاندې ډول دي:

پر هېواد یې اغېزې

  • کاري فرصتونه: دا پروژه به په یوه داسې مهال په زرگونه کارونه ایجاد کړي، چې ډېری ځوانان د بې کارۍ له کبله له وطن څخه د مرگ په لارو د اروپا پر لور روان دي؛ د یوه اټکل له مخې به دغه پروژه په مستقيمه توگه له ۵۰۰۰ څخه تر ۱۰ زرو پورې او په غير مستقيمه توگه به له دې څخه څو چنده زیات کاري فرصتونه ایجاد کړي؛
  • حکومتي عاید: دا چې دغه پروژه به د افغانستان له لارې دوو هېوادونو ته تیریږي، نو دغه دوه هېوادونه اړ دي، چې افغانستان ته ترانزیتي فیس ورکړي. د افغان ولسمشر اشرف غني په اند هر کال به د ټاپي د ترانزتي فیس څخه تقریباً ۴۰۰ ملیون ډالره عاید ترلاسه شي. هغه هم په داسې حال کې چې د افغانستان ډېری بودیجه پر بهرنیو مرستو متکي ده؛
  • ستراتيژيکه گټه: دلته له ستراتيژيکو گټو څخه دا مراد ده، چې:
    لومړی: افغانستان به د دوو نیابتي جگړو د طرح کوونکو گټې افغانستان ته راوړي او داسې به تر یوه حده د دوی رقابت د نللیکې په ساتلو کې پر همکارۍ وربدل کړي؛
    دویم: د هند او پاکستان د انرژۍ امنیت به پر افغانستان متکي شي!
  • کاروباري باور برحالوي: د دغې پروژې له پلي کېدو او پيلېدو سره به په افغانستان کې کاروباري باور زیات شي، داخلي او خارجي پانگونه به په هېواد کې د زیاتېدو پر لور ولاړه شي؛
  • د حکومت لاسته راوړنه ښيي: د ملي وحدت حکومت په اقتصادي برخه کې تر اوسه پورې څه غټې لاسته راوړنې نه دي درلودلي؛ حکومت به دغه پروژه د خپلې لاسته راوړنې په توگه په خلکو کې مطرح کړي؛
  • صنعت پراخوي: د ټاپي پروژه او هېواد ته د ترکمنستان د غازو له وارداتو سره به په سویل او لویدیځ افغانستان کې یو شمېر داسې فابریکې او صنعتي پارکونه، چې له غازو سره نښتې وي د جوړېدو په لاره کې مهم رول ولوبوي. په ۲۰۰۸ کال کې د افغانستان د پترولو وزیر د اسلام اباد په غونډه کې وویل، چې افغانستان به تر ۱۰۰۰ پورې صنعتي پارکونه به د نللیکې په مسیر کې جوړې شي چې غازو ته به اړتیا ولري، همدا راز ۳۰۰ صنعتي فابریکې د نللیکې په مسیر کې وخت له مخې جوړې شوي دي[22]؛
  • د انرژۍ کمبود پوره کوي: دا پروژه به تر ډېره د افغانستان د غازو (انرژۍ) کمبود پوره کړي او هر کال به د موافقې له مخې ۵ ملیارده متر مکعب غاز ورکړي؛
  • افغانستان به د سیمې د انرژۍ مرکز کړي: له ۲۰۰۱ کال وروسته افغان حکومت ډېرې هڅې وکړې، چې د انرژۍ، تجارت او ترانزیت په برخه کې د سیمې مرکز شي؛ خو د ترانزت او تجارت په برخه کې دا خوب د هېوادونو ترمنځ د سیاسي ستونزو له کبله یوازې خوب پاتې شو (د بیلگې په ډول د اپټا تړون) او د انرژۍ په برخه کې دا خوب د ناامنیو له کبله قرباني شو. اوس چې د ټاپي پر پروژې عملي کار پيل شوی، نو دا هیلې یې بیا زیږولي او که همدا پروژه په سمه توگه عملي شي نو د ټاټک (ترکمنستان-افغانستان-تاجکستان-چین)، آی ای سي (ایران-افغانستان-چین) او نورې پروژې به هم وهڅوي.

پر سیمه یې اغېزې

د پاکستان او هند د انرژۍ اړتیا پوره کول

پاکستان:  په ۲۰۱۲ کال کې د پاکستان د غازو ټوله  اړتيا له ۵۵ څخه تر ۵۹ ملیاردو متره مکعبه پورې وه، چې له دې څخه تقریباً ۴۰ ملیارده متره مکعبه پوره کېده او پاتې له ۱۵ څخه تر ۱۹ ملیاردو متر مکعبو پورې کمي وه. همدا راز د پاکستان د پترولو انستیتوت د اټکل له مخې په ۲۰۲۰ کال کې به د پاکستان د غازو اړتيا د ۶۳ او ۷۱ ملیاردو مترو مکعبو پورې وي او عرضه به یې تر ۴۱ او ۴۹ ملیاردو مترو مکعبو دننه وي. داسې به پاکستان له ۲۲ ملیاردو مترو مکعبو څخه زیات د غازو له کموالي سره مخ وي[23].  د ټاپي دا پروژه به د پاکستان د غازو دغه کموالی تر ډېره کم کړي؛ ځکه د ټاپي د موافقې له مخې به په کلني ډول پاکستان ته ۱۴ ملیارده متر مکعبه غاز ورکړل شي.

هند: د هند د پترولو وزیر په اند په راروانو دوو کلونو کې به هند د غازو له کموالي سره مخ شي. ځکه په ۲۰۱۶ کال کې به د هند د غازو عرضه ۴۰ ملیارده متر مکعبه وي او په ۲۰۱۷ کال کې به بیا ۴۷ ملیارده متر مکعبه شي. همدا راز د هند د غازو اړتيا به په ۲۰۱۶ کال کې ۱۳۸ ملیارده متر مکعبه وي، چې په ۲۰۱۷ کال کې به بیا ۱۴۹ ملیارده متر مکعبه شي. داسې به هند په ۲۰۱۶ کال کې له ۸۳ ملیاردو متر مکعبه او په ۲۰۱۷ کال کې له ۹۸ ملیاردو متر مکعب د غازو له کموالي سره مخ شي[24]. که څه هم د ټاپي پروژه به د هند د ۲۰۱۶، ۱۷ او ۱۸ کلونو کې د غازو کموالی تر یوه حده کم نه شي کړای خو چې کله دغه نللیکه په عملي توگه جوړه شي او د غازو انتقال پکې پيل شي، نو دا به د هند ستونزې یو څه حل کړي. ځکه دوی به هم د موافقې له مخې هر کال ۱۴ ملیارده متر مکعبه غاز ترلاسه کوي.  

ټاپي؛ د سیمې د اقتصادي پیوستون پيلامه

 ټاپي په سیمه کې یوازینۍ طرحه ده، چې سیمه به له شماله تر جنوبه په اقتصادي پيوستون کې سره غوټه کړي. له دې وړاندې د اپټا تړون له مخې هم ورته هڅه وشوه؛ خو هغه بیا د پاکستان او هند د سیاسي ستونزو له کبله بریالۍ نه شوه. البته د ټاپي په برخه کې پاکستان د ترانزیتي گټې او هند د انرژۍ د کمبود له کبله په دغه طرحه کې سره یوځای شوي دي.

[1]  البته که چیرې دغه سازشي نظریه سمه وبولو، چې د طالبانو نظام او د بې نظیرې دویمه دوره له یونیکال سره د مخالفتونو او هغوی ته د قرارددا نه ورکولو له کبله ړنګ شول. د نورو معلوماتو لپاره همدا مقاله ولولئ.

[2] P Hopkins, Pipelines: Past, Present, and Future, Paper Presented in the 5th Asian Pacific IIW International Congress Sydney, Australia in 2007; M O Lawal, Historical Development of the Pipeline as a mode of Transportation,

[3] P Hopkins, Pipelines: Past, Present, and Future, Paper Presented in the 5th Asian Pacific IIW International Congress Sydney, Australia in 2007

[4]  د بیلګې په ډول یوه څېړنیزه مقاله په اوسپنیز نل کې د تیلو انتقال د ۱۸۵۹ کال ګڼي، پر دغه کال کرنل ایډوین ډرېک په ټېټوسویلی، چې په پېنسیلوانیا کې ده، کې د تیلو کوهي کیندلي وو او له دغه ځایه یې یو اوسپنیز نل هم ویستی و (وګورئ www.pipeline101.com/the-history-of-pipelines) ؛ همدا راز ایم او لاوال په خپله څېړنیزه مقاله کې کاږي، چې د تیلو لومړنی مدرن اوسپنیز نل په ۱۸۶۵ کال کې په پېسیلوانیا (امریکا) کې د ایس ایف کارنز لخوا جوړ شوی و (وګورئ M O Lawal, Historical Development of the Pipeline as a mode of Transportation)

[5] www.afghanchamber.com/about/Mining.html

[6] Ahmed Rashid, Taliban: Militand Islam, Oil and Fundamentalism in Central Asia, Yale Press, 2000, page 151-156

[7] تېر ماخذ

[8] وحید مژده،  افغانستان و پنج ساله سلطه طالبان، تهران: نشرنی، ۱۳۸۲، مخ ۱۵۲

[9] Ahmed Rashid, page 159

[10] وحید مژده، ۱۵۳

[11] Ahmed Rashid, 151

[12] Abdul Salam Zaeef, My life with the Taliban. (A. S. Kuehn, Ed.) New York: Columbia University Press, 2010 Pp:96

[13] تېر ماخذ

[14] تېر ماخذ، مخونه ۹۵-۹۶

[15]تېر ماخذ

[16] د حامد میر کالم په دغه لېنک کې ولولئ:
http://www.rediff.com/news/2002/sep/17guest.htm

[17] ADP, Regional: Turkmenistan-Afghanistan-Pakistan-India Natural Gas Pipeline Project, Phase 3, see it online < http://www.adb.org/projects/44463-013/main>

[18] http://tribune.com.pk/story/367624/unanimous-decision-tapi-gas-transit-fee-finalised/

[19] Weekly Analysis, TAPI pipeline building process: any hope for success?, Eurasian Research Institute, 30 Dec 2014-5 Jan 2015, No 1.

[20] Daily Times, Kabul to clear mines on TAPI gasline route in 2 Years, 7 June 2008, see it online:< http://archives.dailytimes.com.pk/national/07-Jun-2008/kabul-to-clear-mines-on-tapi-gasline-route-in-2-yrs>

[21] Bruce Pannier, Will Turkmenistan’s TAPI dream ever become a reality?, 19 Dec 2015, see it online:< http://www.rferl.org/content/qishloq-ovozi-turkmenistan-tapi-pipeline-pakistan-afghanistan-india/27437485.html>

[22] ‘Delay in TAPI project doubled its cost: ADB’, see it online:<http://www.dailytimes.com.pk/default.asp?page=2008%5C04%5C24%5Cstory_24-4-2008_pg5_2 referenced at John Foster, A pipeline through a troubled land: Afghanistan, Canada and the New Great Energy Game, Canadian Centre for Policy Alternatives, Volume 3, No. 1, June 19, 2008

[23] Ieda Gomes, Natural Gas in Pakistan and Bangladesh: Current issues and Trends, Oxford institute for Energy studies, NG 77, June 2013

[24] Economic Times, Gas shortfall to climb 23% in 2 Years as output lags: Dharmedra Pradhan, Dec 2, 2015, see it online:< http://articles.economictimes.indiatimes.com/2015-12-02/news/68717260_1_indian-oil-corporation-natural-gas-regulatory-board-bcm>

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button