پاموړ

يو داغستانی په ډېره عجيبه طريقه له زندانه تښتېدلی

يو داغستانی بندي چې د خپل هېواد د کورنيو چارو وزارت په يوه زندان کې د غلا په تور بندي شوی و، په ډېره جيبه طريقه له زندان څخه تښتېدلی دی.

د ياد داغستاني بندي د تښتېدو ويډيو امنيتي کامرې ثبته کړې ده. ويډيو کې ښکاري چې هغه په داسې حال کې تښتي چې لوڅ دی. هغه ځکه ځان لوڅ کړی، تر څو په هغې کړکۍ ووتلای شي چې د ډوډۍ ورکولو له پاره اېښودل شوې.

ويډيو ښکاره کوي چې هغه په وتلو کې له لږ تکليف وروسته ژر کالي اغوندي او له زندان څخه ځان وباسي.

د نوفويه ډيلو په نامه يوه داغستانۍ ورځپاڼه ليکي چې دغه پنځه ويشت کلن ځوان شاخروتدينوف نومېږي او د کورونو په غلا کې ډېر تکړه دی. هغه تر دې پخوا هم د غلا په تور زندان ته استول شوی دی.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button