پاموړ

يوه ډېره جالبه ، چې کېدای شي تاسې تراوسه نه یئ پرې خبر!!

ايا پوهېږئ؟! که چېرته تاسې د چارشنبې په ورځ د سهار په ۷ بجې د جاپان له پلازمېنې ټوکيو څخه د امريکا هوايي ايالت (هونولولو) ته په الوتکه کې پرواز پيل کړئ، تاسې به له چارشنبې يوه ورځ مخکې يانې د سې شنبې په مازديګر هونولولو ته ماښام په ۷ بجې او ۴۵ دقيقې ورسېږئ.
په نړۍ کې دبېلابېلو سيمو د وختونو د تفاوت له امله هونولولو له جاپان څخه په وخت کې ۱۹ ساعته فرق لري، او د ددې دواړو سيمو تر منځ الوتنه يوازې ۷ ساعته او ۴۵ دقيقې وخت نيسي چي ۱۱ ساعته او ۱۵ دقيقې پاتې کېږي، له همدې امله ده چې تاسې په هونولولو کې دقيقا يوولس ساعته مخکې له دې چې الوتنه مو له جاپان څخه پيل کړې ورسېږئ.

نوراحمد عایل

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button