سيمه او نړۍ

يوازې ۱۹ سلنه امريکايان پر خپل حکومت باور لري

په امريکا کې يوې تازه سروې ښودلې ده، چې يوازې ۱۹ سلنه امريکايان پر خپل حکومت باور لري.

دا سروې پرون دوشنبه خپره شوې ده.

د Pew Research Center په نامه د پلټنو مرکز د عامه افکار2د مالومولو دغې سروې ښودلې، چې د امريکايانو چې څومره اوس پر خپل حکومت باور کوم شوی دی، په تېرو ۵۰ کلونو کې يې ساری نه ليدل کېږي.

سرچينه وايي، ۱۵ کاله وړاندې چې پر امريکا د سپتمبر پر يوولسمه نېټه بریدونه وشو، ۶۰ سلنه امريکايانو ويل، چې پر خپل حکومت باور لري، خو په ۲۰۰۳ز کې کله چې امريکا پر عراق بريد وکړ او وروسته يو ستر اقتصادي بحران رامنځته شو، ورو ورو پر حکومت د خلکو باور له منځه ولاړ.

د پيو ادارې دا تازه سروې څرګندوي، چې يوازې په سلو کې ۲۰ امريکايان د حکومت پر هغو پروګرامونو باور لري، چې د عامې ښېګڼې لپاره پرې خرڅ کوي.

سروې دا هم ښودلې ده، چې ۷۶ سلنه امريکايان د کانديدانو په اړه بې باوره دي، دوی وایي، کانديدان د ټاکنو د ګټلو لپاره دومره پيسې مصرفوي، چې ډېر وړ خلک يې له امله کانديدېدو ته زړه نه ښه کوي.

سرچينه وايي، ۷۴ سلنه امريکايان يقین لري، چې ټاکل شوي مشران او د خلکو استازي په صداقت او ايماندارۍ کار نه کوي، رښتيا نه وايي او په خپلو شخصي ګټو پسې روان دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button