سلايډسيمه او نړۍ

يمن: د اوربند سربېره جگړو کې اويا کسان وژل شوي

د سعودي عربستان شمال لويديځ سرحد ته څېرمه يمن کې د حکومتي ځواکونو او حوثي ملېشو تر منځ نښتو کې شاوخوا اويا تنه وژل شوي دي.

عربي رسنۍ وايي، دا جګړه مارب سيمه کې شوې، چې دوه ورځې وړاندې حکومتي ځواکونو له حوثيانو نيولې وه.

حکومتي او حوثي سرچينې وايي، په دغو نښتو کې ۲۸ امنيتي ځواکونه او څلوېښت حوثي ملېشې وژل شوي دي.

تېره سه شنبه سويزرلينډ کې د يمن په اړه د مذاکراتو پر مهال د دواړو لوريو تر منځ اوربند اعلان شو، مګر لا هم دواړه لوري پر يو بل ډزې کوي او نږدې سل تنه په کې وژل شوي دي.

له تېرو څو مياشتو روانو جګړو د پای ته رسولو په موخه له تېرې سه شنبې راهيسې سويزرلينډ کې د حکومت او حوثي ملېشو تر منځ مذاکرات روان دي.

راپورونه وايي، حکومتي ځواکونه او حوثي ملېشې دواړه له اوربنده سرغړونه کوي.

د سعودي په مشرۍ ايتلاف وايي، حوثيانو ۱۵۰ ځل له اوربنده سرغړونه کړې او له ملګرو ملتونو يې په دې اړه د جدي ګام اخيستو غوښتنه کړې ده.

د روان کال مارچ راهيسې په دغو جګړو کې ۵۷۰۰ کسان وژل شوي دي.

د بشري حقونو نړيواله ټولنه وايي، چې د يمن شل ميليونه نفوس څخه يې اتيا سلنه خلک، له خوړو، اوبو او روغتيايي اسانتياوو بې برخې دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button