افغانستانسلايډ

وکيلان: حکومت تورخم کې د هيواد پر خاوره معامله کړې

د ولسي جرگې غړي ادعا کوي، چې حکومت تورخم کې د هيواد پر ځمکنۍ بشپړتيا سياسي معامله کړې ده. هغوی وايي، سره له دې چې پر تورخم ځينو سرتېرو ځانونه قربان کړل او سوداگرو مليونونه افغانۍ تاوان وليد، خو پاکستان سره د تاسيساتو جوړولو هوکړه د خلکو له نظره پټه ساتل شوې وه، چې د پاکستاني چارواکو ټينگار حکومت اعتراف ته اړ ويست.

د پاکستان د لومړي وزير د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز په خپلو تازه څرگندونو کې ويلي، چې تورخم کې به دغه تاسيسات هرو مرو کېږي او په دې اړه د هيچا اجازې ته اړتيا نه لري. نوموړي گواښ کړی، چې که له دې امله يې پر ځواکونو بريد وشو، کلک ځواب به يې وشي.

افغان چارواکي وايي، چې پاکستان سيمه کې د دروازې د رغولو چارې درولې دي، خو د سرتاج عزيز په وينا هيڅکله به د دروازې له رغولو مخ وا نه ړوي او په دې کې نه له افغانستان سره د کومې لاسليک شوې هوکړې مخالفت کېږي او نه له نړيوال قانونه سرغړونه.

پاکستان د تورخم دغه دروازه پر خپله خاوره بولي او د چا د اجازې اړتيا نه ويني، خو د افغانستان خلک د ډېورنډ کرښه پر رسميت نه پېژني او دا د پاکستان له لوري د افغانستان پر ارضي تماميت تېری بولي.

د افغانستان د ولسي جرگې غړو له هغه وروسته په دې اړه جدي نيوکې کړې دي، چې د کابل او اسلام اباد تر منځ شوې هوکړه افشا شوه.

د ولسي جرگې يو غړی عبد الرحيم ايوبي وايي: «حکومت پر ډېورنډ کرښه پاکستاني لوري ته د دروازې جوړولو پر هوکړه د هيواد پر ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا سياسي معامله کړې او دې موضوع کې وژل شويو سرتېرو ته يې سپکاوی کړی». نوموړي د هيواد نورو ولايتونو کې د پاکستان له لوري جوړو شويو تاسيساتو ته په اشارې وويل، چې حکومت پر دې ټولو ولې چوپه خوله دی.

د جرگې غړي دا نيوکه په داسې حال کې کوي، چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکې د دې موضوع د اواري لپاره يو دولتي پلاوی پلازمېنې اسلام اباد ته ولاړ شي. خو د جرگې غړي د دولتي پلاوي دې سفر ته خوشبينه نه دي.

د جرگې د نړيوالو اړيکو د کميسيون غړی عبد القادر ځاځي وايي: «اصل موضوع د ډېورنډ ده او د دې ډول سفرونو پايلو ته بايد تمه ونه شي». هغه دولت تورن کړ، چې په ورته سترو مسئلو کې د خلکو مشوره نه اخلي او نه يې په خوښه کار کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې پاکستان کې د افغانستان سفير ښاغلي حضرت عمر زاخېلوال څرگنده کړه، چې له پاکستاني لوري سره يې د پکتيکا انگور اډه کې پر جوړو کړيو تاسيساتو هوکړه کړې او پاکستان ژمنه کړې، چې ټول تاسيسات افغان لوري ته وسپاري. وروسته څرگنده شوه، چې پاکستاني لوري هلته يوازې يوه دروازه افغان لوري ته سپارلې ده او د افغانستان د خاورې دننه پاتې نور تاسيسات ټول ورسره دي.
د پکتيکا د ولايتي شورا غړو هغه مهال سيمې ته تللی دولتي پلاوی پر معامله تورن کړ او څرگنده يې کړه، چې دغه پلاوي د ډېورنډ کرښې پر رسميت پېژندو سربېره د افغانستان د خاورې هغه برخه هم پاکستان ته سپارلې، چې تاسيسات يې په کې کړي دي.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button