پاموړ

ولې ځینې خلک خوشحاله او ځواکمن وي؟

هرانسان په ژوند کې ځانته قسمت او تقدیر لري،او دا یې په خپل واک کې ده چې له خپل قسمت سره جنګیږي او یا هم که له هغه سره مرسته کوي. دا پدې معنی نده چې تاسو مو له خپل قسمت سره وجنګیږي او یا هم همکاري ورسره وکړي.

آیا تر اوسه متوجې شوي یاست، چې ځیني خلک بي لدې چې د خپل ژوند ستونزي او کړاونه په نظر کې ونیسي په خوشحالی ژوند کوي او پیاوړي دی؟ څیړنو دا ښودلي ده؛ چې دا کار خداي ندی بلکې یو مهارت دی، چې دې خلکو په ځانونو کې روزلی دی. تاسې هم که وغواړي دا وړتیا تر لاسه کولای شي، او خپل ژوند مو له نه ختمېدونکو خوښیو نه ډکولای شي.

۱ – خوشحاله خلک له خپل ژوند سره هکماري کوي

هر څوک په خپل ژوند کې ځانته قسمت او تقدیر لري،او دا یې په خپل واک کې ده چې له خپل قسمت سره جنګیږي او یا هم که له هغه سره مرسته کوي. آیا دا پدې معنی دی چې اوږده وغځیږي او پریږدې چې ژوند پخپله تیر شي؟

نه! ددې په ځای تاسې کولاي شي چې داسې کړنې تر سره کړي چې په بهتره توګه له ټولو ستونزو سره مقابله وکړي شي، او نوي لارې پیدا کړي او ددې نوو لارو پیدا کول به تاسې ته نوي انرژي در کړي. ژوند غواړي له شخص، تقدیر او سرنوشت وپیژني. آیا تاسي مو د ژوند سره د جنګ په ځای جوړه نکوئ؟

۲ – خوشحاله خلک یواځې مثبت فکر نکوي، بلکې مثبت عمل هم کوي

مثبت فکر کول بېشکه چې ښه پایله لري. د خوشحاله اوسېدلو لپاره باید خپلو فکرونو ته بدلون وکړئ. د خپلو احساساتو په تمه مه کینئ، پیاوړي کسان په خپل عمل کولو او فکر کولو باندې کنترول لري.

که غواړي چې خوشحاله کس و اوسي، خوشحاله او ځواکمن عمل ترسره کړئ، که غواړي چې مهربانه او زړه سواندې واوسي مهربانه عمل ترسره کړئ.

۳ – خوشحاله خلک هر څه ته چې اړتیا ولري هغه ترلاسه کوي

ادعونی استجب لکم

په هماغه توګه چې د الله ج د اسمان نعمتونه ځمکې ته نه راغورځوي، له بی ځایه شکایت کولو نه هم څه نه جوړیږي.

نو د شکایت کولو په ځای مو په خپلو غوښتنو پسې شئ، دا ستاسو انتخاب دی؛ تاسي کولای شي چې هغه ته ادامه ورکړئ، چې په ډېره اسانه سره مو هغه څه چې غواړي ترلاسه یې کړي.

۴ – خوشحاله خلک د بدلون په لټه کې وي

په یوه شکل پاتې کېدل او خپل ځان کې بدلون نه راوستل د طبیعت د ټولو قوانینو په خلاف دی. که دا هڅه وکړي چې تل په یوه شکل پاتې شي نو تل به ناراحته او ناارامه واوسي، او که د بدلون کولو ونه ډار شوي؛ نو تل به خوشحاله او ځواکمن واوسي.

۵ – خوشحاله خلک ځانته د ماتې خوړلو اجازه نه ورکوي

ماتې پدې معنی نده چې هېڅکله هم خپلې موخې ته ونه رسیږي، او یا هم خپلې موخه دپرېښودلو په معنی دی، بلکې موخې ته رسېدل یواځې په یوه معنی دی: تاسو ډېر تمرن او تجربې ته اړتیا لري او هر وخت د بدلون په لټه کې واوسئ او هېڅکله هم مه تسلیمیږئ. اجازه مه ورکوئ تر څو یوه ماتې تاسې تر خپل تاثیر لاندې راولي تر څو ستاسي ټولي هڅې له منځه یوسي.

۶ – خوشحاله خلک په اوس وخت کې ژوند کوي

که د اوس مهال له حالت نه خبر واوسي، او د راتلونکي په فکر کې هم وی، پدې به بریالي شي چې له فرصتونو نه ګټه واخلي. که تېر وخت په اړه د فکر وکړ او ذهن د تېر وخت په ماتو باندې مشغول کړ، او خپلي سترګې دې د حال په فرصتونو باندې پټې کړي، په داسې حال کې به د راتلونکي فرصتونه هم له لاسه ورکړي.

د خوشحاله ژوند حاصل په حال کې ژوند کول دی، که له هغه نه په ښه توګه استفاده وشي، او دا به د راتلونکي لپاره درته ښه او اطمیناني تکیه وي او یوه حېرانونکي راتلونکې به ولرې. هغوی هر هغه څه چې همدا اوس یې تر سره کوي کولای شي یوه ښه راتلونکي ترې جوړه کړي.

۷ – خوشحاله خلک د راتلونکي لپاره مهال ویش جوړوي او هدف لری

خوشحاله خلک په دې پوهیږي، چې په ژوند باندې واک درلودل تمرین ته اړتیا لري، او خپل ژوند باید په خپل کنترول کې وساتی. تر څو د هر څه په مقابل کې د دفاع وړتیا ولري. ژوند ته مهال ویش جوړونه او د ضرور کارونو تر سره کول یو ضرورت دی، نه داسې چې ژوند مو یواځې يه عبث شیانو باندې تېر کړی.

هغه څه چې درته مهم دی، یوه ټاکلي مهال ویش ورته جوړ کړئ. او دا تصمیم ونیسئ؛ تر څو مو وخت پیسي او انرژي بې ځایه مصرف نه شي.

ژباړه: شبیراحمد سلیمي نړیوال

 

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button