پاموړ

ولې د خپلې ماتې پړه پر بل اچوو؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

ډېری خلک دا نه خوښوي چې خپل مسوولیتونه او نیمګړتیاوې ومني؛ ځکه د دوی لپاره اسانه لار دا ده چې خپلې ماتې او کمۍ د بېرنیو عواملو، لکه چاپېریال، ټولنې او د ورځنیو بدو حالاتو زېږنده وبولي، په داسې حال کې چې له مسوولیته تېښته یوازې موږ له خپلو موخو لرې کوي. که موږ له مسوولیته تېښته کوو په دې سره موږ د جذب د قانون ټولې وړتیاوې هېڅ بولو، د خپلو تېروتنو او ماتو پړه پر نورو اچوو.

څه ښه وايي: “هر ځای ته چې رسېدل غواړې، یوازې له ځانه وغواړه چې هغه ځای ته دې ورسوي.”

اوس که موږ د خپلو هیلو پوره کول له نورو غواړو او یا د خپلو ماتو پړه پر نورو اچوو دا بیا د طبيعت خلاف عمل دی، دا د ژوند تر ټولو ستر راز دی چې په دې پېړۍ کې ډېر خلک له هغې بې خبره دي.

ډېر خلک په نړۍ کې بریالي کسان نه دي؛ ځکه دوی د خپلو ستونزو، نیمګړتیاوو او ماتو پړه پر خپله غاړه نه اخلي، دوی له دې وېرېږي چې ځان ملامت کړي “ژوند د اینې مخ دی؛ هر څه چې وینې ستا انعکاس دی.” دوی د دې خبرې د اورېدو توان نه لري چې هر څه په نړۍ کې د ده انعکاس دی؛ ځکه له دې خبرې سره د هغه ټول باورونه اوړي، دوی باید دا ومني چې که په فقر او بې وسۍ کې ژوند کوي، پړه یې د دوی پر خپله غاړه ده. د دوی هره ستونزه یې د لیدلوري له وجې ده، که د دوی په شاوخوا کې حسود کسان راټول دي، علت یې دا دی چې د منفي کسانو د حسادت موجونه یې جذب کړي دي، که له نورو کسانو تاسې دروغ اورېدلي، علت یې دا دی چې دوی ته مو د دروغ ویلو فرصت په لاس ورکړی دی.

رښتیا اوس نو زموږ له ډلې څو کسان د خپلو تېروتنو د منلو همت لري؟ څو کسه له خپلو تېروتنو د درس اخیستو وړتیا لري؟ تل په یاد ولرئ چې ستاسې فکر او وړتیا کولی شي ستاسې د ژوند لوری بدل کړي، هغه ستاسې د ژوند ځواک دی.

نور هر څومره زر چې کولی شئ خپل ځان و ارزوئ په خپل وجود کې ننوځئ او پر خپلو وړتیاوو باور وکړئ.

انسان متفکر او ټاکونکی موجود دی؛ هېڅوک نه شي کولی د هغه د لارې خنډ شي، څوک ستاسې ذهن ته سرحد نه شي ټاکلی، دا د ژوند د خپلواکۍ په رښتينې معنا ده. همداسې تاسې د خپلو غوښتنو په پوره کولو کې هم خپلواک یاست خو دا بیا نو ستاسې په غوښتنه پورې تړاو لري چې هغه ستاسې له ټولنې او مذهب سره په ټکر کې ده او که نه انسان مقیده خپلواکي لري؛ په دې معنا چې له الهي قانون سره سمې غوښتنې او هیلې به لري، له هغه به نه اوړي.

 

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button