پاموړ

ولې د اولمپيک لوبو د ځينو لوبغاړو په مټو او وليو باندې سره رنګه داغونه ليدل کېږي؟

سږ کال په برازيل کې روانې د (ريو اولمپيک لوبې) خو په تلويزيون وينئ، ولې د ځينو لوبغاړو په مټو، اوږو او وليو باندې سره رنګه داغونه دي. په ځانګړې توګه د لامبو وهنې د امريکايي اتل (مايکل فليپس) چې په اولمپيک لوبو کې یې د سرو زرو ۲۲ مډالونه ګټلي او پرځينو نورو لوبغاړو باندې. همدا اوس هم چې د اولمپيک لوبې په تلويزيون وينم د ځينو لوبغاړو په شاه ، مټو او غاړې سره نږدې پاخه سره رنګه داغونه او خاپونه معلومېږي.
ددې په اړه مې په انټرنېټ کې معلومات وپلټل چې ولې دې لوبغاړو دا داغونه په ځآنونو ایښي دي؟
ددې تاريخچه ډېرو پخوانيو وختونو ته ان تر لرغوني مصر پورې غځېږي او زموږ په افغاني ټولنه کې اوس هم په ځينو ځايونو کې د دردونو د کرارولو او رګونو کې د وينې د بندښت په خاطر ځينې ځانګړي طبيبان دا داغونه په ناروغ وهي. خو اوسني ډاکټران دا چاره د هېڅ ښې او بدې لامل نه بولي او هسې يو اضافي کار او په ځينو وختونو کې د ناروغيو لامل بولي.
همدې لوبغاړو (د لامبو وهلو او جمناسټيک لوبو) ويلي دي چې له سختو او ستړو ورزشي تمرينونو وروسته ژر ريکورکېدل (بيرته عادي حالت ته راتلل) او د درد د ژر کمېدا په خاطر یې دا داغونه پرځانونو ايښي دي چې د دوی په خبره ډېره مرسته یې هم ورسره کړې ده.

نور احمد عایل

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button