افغانستانخبرونه

ولسي جرگه: روسيه پر افغان حکومت بې‌باوره ده

افغانستان او پاکستان لپاره د روسيې د ځانگړي استازي ضمير کابلوف وروستيو څرگندونو د ولسي جرگې غوسه راپارولې ده. کابلوف تېرو ورځو کې ويلي و، چې افغانستان کې يې د داعش ډلې ځپلو لپاره له طالبانو سره خبرې کړې دي. طالبانو د روسيې دغه ادعا رد کړې وه. طالبانو ویلي و چې د داعش د ځپلو لپاره یې له روسيې سره اړیکې نه دي نیولي.

د افغانستان ولسي جرگې له دې امله اندېښنه ښودلې ده، چې گوندې روسيه له طالبانو سره د داعش په اړه استخباراتي معلومات شريکوي. د ولسي جرگې استازي دې کار ته د دوو سترو ځواکونو ترمنځ د سیالۍ په سترگه گوري، چې افغانستان يې توان نه لري.

د ولسي جرگې يوه غړي سيد محمد حسن شريفي بلخابي د جرگې په نننۍ غونډه کې وويل، د دې وېره شته چې افغانستان به يو وار بيا د نړيوالو زبر ځواکونو د رقابت په ډگر بدل شي او خلک به يې د سوريې او عراق په څېر در بدر شي. نوموړي ويلي، په دې اړه بايد بې تفاوته پاتې نه شو.

د پارلمان بله غړې، شينکۍ کړوخېل وايي، روسيه په دې کار سره غواړي وښيي، د افغانستان پر حکومت باور نه لري او له طالبانو سره اړيکه نيسي.

ډاکټر زهير سعادت بيا د پوتين د استازي خبرې «غلطې» بللي او په وینا يې د ترهگرو تر منځ ښه او بد نه شته. ښاغلي زهير وويل: «که روسيې له طالبانو سره خبرې اترې کړې وي، دا به د افغانستان له خلکو سره جفا وي».

روسيې له دې وړاندې هم ويلي و، چې د ملي امنيت شورا رييس حنيف په افغانستان کې د داعش ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې افغانستان له مسکو څخه د نظامي مرستو غوښتنه کړې. مسکو هم په دې اړه مثبت ځواب ووايه او په نږدې راتلونکې کې يې د ۱۰۰۰۰ ميله کلاشنکوف او نورو مرستو ژمنه وکړه.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button