افغانستانسلايډ

ولسي جرگه: امنيتي ځواکونه د حکومت د ناکامې امنيتي ستراتيژۍ ښکار دي

د افغانستان ولسي جرگې څرگنده کړې ده، چې امنيتي ځواکونه د حکومت د ناکامې امنيتي ستراتيژۍ ښکاري دي او له امله يې هر ورځ مرگ ژوبله ويني.

د هيواد په بېلا بېلو سيمو کې د برمته نيونې د پېښو د ډېرېدو له امله ولسي جرگې پرون د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو او د ملي امنيت رياست مسوولين استجواب کړي وو.

د ولسي جرگې غړو په دغه استجوابيه غونډه کې د حکومت امنيتي ستراتېژي ناکامه وبلله او نيوکه يې وکړه، چې له امله يې هره ورځ امنيتي ځواکونه درانه تلفات ويني. هغوی زياته کړه، چې اړوندې امنيتي ادارې په خپل منځ کې هيڅ همغږي نه لري.

خو د يادو امنيتي ادارو مسوولينو د طالبانو پر ضد د حکومت تگلاره کاميابه وبلله او طالبان يې د پخوا به پرتله کمزوري ياد کړل. هغوی وويل، چې د ملا منصور په له منځه تلو د دې ډلي مشري حقاني شبکې په لاس کې واخيسته، چې د مالي ستونزو له کبله به اوږده جگړه ونه کړای شي. امنيتي ادارې بل پلو د کابل په گډون د هيواد گڼو سيمو کې د ټولو مرگونو بريدونو پړه پر حقاني شبکې اچوي.

ملي دفاع وزارت څرگنده کړه، چې د افغان ځواکونو په ځانگړو عملياتو کې طالبانو ته درانه تلفات اوښتي او اوس دغه ډله غواړي د برمته نيونې له لارې خپل زور وښيي. دفاع وزارت دا ادعا په داسې حال کې کوي، چې د امريکا دفاع وزارت څو ورځې وړاندې په خپل يوه راپور کې څرگنده کړه، چې طالبان لا هم افغانستان کې د پرمختگ په حال کې دي او افغان ځواکونو هغوی سره په جگړه کې د پام وړ کميانې ښودلې دي، چې له امله يې بايد بهرني ځواکونه افغانستان کې پاتې شي.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button