افغانستان

ولسي جرګه: له امنیتي تړونونو وروسته ناامني پراخه شوې

ولسي جرګه وايي چې د هېواد امنیت د امنیتي تړونونو له لاسلیکولو وروسته له بدو بدتر شو.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي نن د دوشنبې په ورځ د جرګې ناستې ته وویل، چې افغانستان له امریکا، ناټو، ایټالیې، برتانیې او جرمني سره یو په بل پسې امنیتي تړونونه په دې موخه لاسلیک کړل چې امنیت ښه شي، خو دې برعکس نتیجه ورکړه.

« نن ورځ که د کرزي له حکومت سره پرتله کړو، متأسفانه زموږ حالت ډیر بدتر دی».

په عین حال کې د ولسي جرګې غړې ربابه پرواني ادعا وکړله، چې افغانستان له څو هېوادونو سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړي، خو هغوی د امنیت په راوستلو کې ورسره هېڅ مرسته نه ده کړې.

له امریکا او ناټو سره د امنیتي تړونونو لاسلیکولو سره پخوانی ولسمشر حامد کرزی مخالف و، خو د ملي وحدت حکومت د خپل واک په دوهمه ورځ دغه تړون لاسلیک کړ.

د یادو تړونونو لاسلیک کولو سره هغه مهال عام ولس کلک مخالفت وښود، خو ملي وحدت حکومت ادعا کوله چې ددغو تړونونو پر مټ به په افغانستان کې امن او سوکالي راشي.

ولسي جرګه دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د دولت وسله وال مخالفينو ډېر پر مختګ کړی، طالبانو په همدې ترڅ کې څو ورځې وړاندې هم د بدخشان ولايت يمګان ولسوالۍ ونيوله، چې لا هم د دوی په ولکه کې ده.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button