افغانستانراپورونه

ولسي جرګه: امنیتي ادارې د کابل ښار امنیت کې ناکامه دي

د ولسي جرګې غړو امنیتي ادارې د کابل ښاریانو د امنیت په تامین کې ناکامې بللې دي.

د ولسي جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې په کابل کې وروستی امنیتي وضعیت او هدفي بریدونه د جدي اندېښنې وړ دي او دا د امنیتي ځواکونو کمزوري ښيي.

دوی وایي د امنیتي سکتور وزیرانو ته یې ځکه رایه ورکړه چې ژر تر ژره وکړی شي امنیتي مسایل مدیریت کړي خو دوی برعکس په خپلو شخصي ګومارنو او چارو لګیا دي چې د همدې بې پروایۍ له امله په کابل او نورو ولایتونو کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی. وکیلانو ویلي چې دوی په خپلې رایه پېښمانه دي.

د ولسي جرګې غړي دغه راز وایي چې د امنیتي پېښو، وژنو، هدفي بریدونو، تښتونو، جنایي جرمونو او نا امنۍ پېښې بې کچې ډېرې شوې دي چې له امله یې اندېښنې ډېرې کړې دي.

د ولسي جرګې غړي داسې مهال پر روان امنیتي وضعیت اندېښنه ښيي چې همدا نن هم د کابل ښار د څلورمې ناحیې په کلوله پوشته سیمه کې د ملي اردو پر رنجر ډوله موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې خو د تلفاتو په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.

ورته مطالب

Back to top button