افغانستانراپورونه

ولسمشر ټرمپ په ناڅاپي سفر بګرام ته راغلی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره شپه ناوخته په یوه ناڅاپي او نا اعلان شوي سفر بګرام ته راغلی دی.

نوموړي په بګرام هوايي ډګر کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي او همدارنګه یې امریکایي ځواکونو ته هم وینا کړې ده. دا افغانستان ته د ولسمشر ټرمپ لومړنی سفر دی.

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ په بګرام هوایي ډګر کې له مېشتو امریکایي پوځیانو سره د (شکرانې) په مراسمو کې ګډون کړی دی او کابو دوه ساعته یې هلته تېر کړي دي. ټرمپ په بګرام هوایي ډګر کې د وینا پر مهال یو ځل بیا ټینګار کړی چې په افغانستان کې به د امریکایي پوځیانو شمېر را کموي، خو دا یې نه دي ویلي، چې څومره پوځیان به وباسي او څومره به پرېږدي. نوموړي ویلي، طالبان غواړي چې یوې هوکړې ته ورسېږي.

د ارګ په اعلامیه کې راغلي، دواړو مشرانو ټینګار کړی، چې که طالبان رښتیا هم د سولې هوکړې ته ژمن دي نو لومړی باید اوربند وکړي. دوی دواړو همدا راز ویلي، په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره اړینه ده چې له دې هېواده بهر هم د ترهګرو ځالې له منځه یوړل شوي.

Tags

ورته مطالب

Back to top button