افغانستان

ولسمشر: هيڅکله به پر بې گناه خلکو بريد کوونکو سره سوله ونه کړو

د ملي يووالي حکومت ولسمشر اشرف غني احمدزي پرون کابل کې د طلوع تلويزيون پر کارکوونکو ځانمرگی بريد په سختو ټکو غندلی دی. غني د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره غمرازي ښودلې ده.

د کابل امنيه قومندان جنرال عبد الرحمن رحيمي وايي، د طلوع تلويزيون پر کارکوونکو تېر ماښام د شپږمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې يوه بريد گر د سراچې موټر په وسيله بريد وکړ، چې له امله يې اوه تنه ووژل شول او پنځه ويشت نور ټپيان شول.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې د دغه بريد له قربانيانو سره پر خواخوږۍ سربېره ویل شوي، حکومت به هيڅ وخت له هغو کسانو سره سوله او د سولې خبرې ونه کړي، چې پر بې گناه ولسي وگړو بريدونه کوي.

ولسمشر دا خبره په داسې حال کې کوي، چې له وسله والو طالبانو سره د سولې په اړه دوه څلور اړخيزه غونډې شوې دي او تمه ده، ډېر ژر درېيمه غونډه هم وشي.

خبرپاڼې زياته کړې ده، ولسمشر اړوند ادارو او چارواکو ته له ټپيانو سره د پوره همکارۍ امر کړی دی.

اجراييه رييس عبد الله عبد الله هم دغه بريد په سختو ټکو غندلی دی او دا يې يو تروستي عمل بللی دی. هغه پر امنيتي چاراکو غږ کړی دی، چې په ښه ډول د رسنيو د کارکوونکو او خبريالانو امنيت خوندي کړي.

د دې بريد پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button