افغانستانراپورونه

ولسمشر غني: کرونا د افغانستان اقتصادي وده ۳۰سلنه کمه کړي

په دغه غونډه کې چې د یو شمیر هیوادونو جمهوررئیسانو او د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال هم حضور درلود، جمهوررئیس غني هم د وینا لپاره وربلل شوی و او هلته یې خبرې وکړې.
جمهوررئیس پر نړیوال په ځانګړي ډول د افغانستان پر اقتصاد د کورونا ویروس د منفي اغیزو په اړه پوښتنو ته ځواب ووایه.
جمهوررئیس غني د کرونا ویروس په اړه د خپلو ارزونو په هکله وویل، د کورونا ویروس خپرېدل ناڅاپي پیښه وه چې بدبختانه د افغانستان، سیمې او نړۍ پر اقتصاد یې ناوړه اغیز درلود.
هغه زیاته کړه، د دغه ویروس خپرېدل، د افغانستان اقتصادي وده کابو ۳۰ سلنه راکمه کړې ده او وایي، چې هڅې کوي د خپلو داخلي سرچینو او بین المللي مرستو له جلب څخه په استفادې له دغې پدیدې سره مبارزه وکړي.
جمهوررئیس په دغه غونډه کې وویل، د کرونا ویروس د منفي اغیزو د مخنیوي په خاطر یې د نړیوالې همکارۍ په برخه کې هڅه کړې، ترڅو د افغانستان سرحدونه د سیمې له هیوادونو سره پرانیستي وي، د مارکیټونو د پرانیستي پاتې کیدو او د خوراکي توکو د بیو د خوندي پاتې کیدو لپاره به له خصوصي سکتور سره کار وشي.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د حکومت، خلکو او خصوصي سکتور ترمنځ یې یو تړون رامنځته کړی او آن هڅه یې کړې چې د پانګونې په موخه یو ستر استرالیایي پانګوال افغانستان ته سفر وکړي.

ورته مطالب

Back to top button