خبرونهسلايډ

ولسمشر غني د ایران او افغانستان تر منځ د دولت محوره اړیکو غوښتنه وکړه

د ولسمشر غني دفتر خبر ورکړی چې تېره ورځ د افغانستان او ایران ولسمشرانو له یو بل سره تلیفوني خبرې کړي او دواړو لورو د اړیکو او سیاسي همکاریو په پراخولو سره ژمنې کړي دي.

غني له خپل ایراني سیال حسن روحاني څخه غوښتنه کړې چې د دواړو هېوادنو تر منځ باید اړیکې د دولتونو پر کچه وي او دواړه لوري باید په دې اړه یو بل ته اطمینان ورکړي.

غني همداراز زیاته کړې چې له غېرې دولتي ډولو سره اړیکې به د سیمې امنیت او د سولې په راوستلو کې خنډونه پیدا کړي نو له امله یې باید د اړیکو پالیسۍ ښکاره بڼه ولري.

د غني دفتر په دې اړه نور ښکاره معلومات نه دي ورکړی چې د ولسمشر موخه کومه ډله ده خو د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي رسنیو سره یوازې د ملا منصور د ویزې او ایران ته د سفر په اړه اشاره کړې چې گواکي هغه له ایران سره اړیکې لرلې.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button