افغانستانخبرونه

ولسمشر غني د اروپا پر لور رهي شو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن ماښام د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د یوه رسمي سفر په موخه د فرانسې، ایټالیې، جرمني او سویډن پر لور سفر پیل کړ.
ولسمشر اشرف غني به په دې شپږ ورځني سفر کې لومړی فرانسه کې د اقلیم د بدلون په کنفرانس کې د وینا لپاره برخه واخلي او ورسره د فرانسې له ولسمشر سره کتنه وکړي. د دوشنبې په ورځ به ایټالیې ته سفر وکړي او له ولسمشر، لومړي وزیر او نورو لوړ پوړو چارواکو سره به د دواړو هېوادونو د اړیکو په لا ښه والي خبرې وکړي.
د راپورونو له مخې د سې ‌شنبې په ورځ به ولسمشر جرمني ته ځي او له ولسمشر سره ملاقات او تر څنګ یې د افغانستان او جرمني د اړیکو د سلمې کالیزې د نمانځلو په غونډه کې ګډون وکړي.
د پنجشنبی په ماښام به غني د سویډن پلازمینې سټاکهولم ته سفر وکړي. په دې سفر کې د سویډن له لومړي وزیر، د بهرنیو او دفاع چارو له وزیرانو سره به جلا جلا ناستې ولري او تر څنګ به یې د ياد هېواد سره د پراختيایي مرستو هوکړه لیک لاسلیک کړي.
په دې سفر کې له ولسمشر سره د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د کار او ټولنیزو چارو وزیره ډاکتره نسرین اوریاخېل او د ولسمشر ارشد سلاکار محمد همایون قیومي ګډون لري.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button