افغانستانراپورونه

ولسمشر غني احمد شاه مسعود ملي شخصیت او ملي اتل یاد کړ

د ولسمشر محمد اشرف غني په تړاو تر ډېره ویل کېږي چې هغه د شمال ټلوالې پخوانی قومندان احمد شاه مسعود د افغانستان د ملي اتل په توګه نه یادوي.
ولسمشر غني په ځلونو په خپلو ویناو کې ویلي چې افغانستان یو ملي اتل لري او هغه پخوانی پاچا امان الله خان دی.
ولسمشر د پنجشېر ولایت د عنابې ولسوالۍ اوسېدونکو ته په یو ویډیي پېغام کې مسعود د افغانستان ملي اتل او ملي شخصیت بللی دی.
دغه ويډیو د ولسمشر له رسمي پاڼې خپره شوې ده.
ولسمشر ویلي چې پنجشېر د افغانستان په معاصر تاریخ کې مهم رول لوبولی دی، خو لازمه توجه ورته شوې نه ده.
دا ویډیویي پېغام د ولسمشر د ټاکنیزو منډو ترړو یوه کړۍ وه.
ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکې میزان میاشتې په شپږمه کېږي.

Related Articles

Back to top button