افغانستانراپورونه

ولسمشر غني: احتمال شته چې پنځه کاله نور هم د افغانستان ولسمشر پاتې شم

ولسمشر محمد اشرف غني په تازه مرکه کې ویلي، چې ډیر امکان شته چې د راتلونکو ۵ کلونو لپاره د افغانستان ولسمشر پاتې شم.

ولسمشر غني د المان شپیګل اونیزې سره په مرکه کې ويلي چې د دولت جوړونکي ټیم تر اوسه د بریا په اړه ادعا نه ده کړي خو داسې واضح نښې شته چې زه نور ۵ کاله هم د افغانستان ولسمشر پاتې کیږم تر څو افغانستان ته کار وکړم خو باید د ټاکنو نهايي پایلو ته منتظر شم.

تر اوسه پورې د څو ټیمونو غړو په شمول د دولت جوړونکي ټیم چې مشر محمد اشرف غني ده، د ده لومړي معاون د بریا ادعا کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني دا هم ویلي که په روانو ټاکنو کې بریالي نه شوم نو بیرته معلمي کوم.

ولسمشر دا هم ویلي، چې طالبانو ته د مضبوط ضمانت وروسته په نظام کې ونډه ورکوو.

Tags

Related Articles

Back to top button