افغانستانسلايډ

ولسمشر سبا له اجراییه رئیس سره په ارګ کې کتنه کوي

ولسمشر غني به سبا له غرمې وروسته د اجراییه رئیس سره په ارګ کې وګوري. د ارګ او سپیدار ماڼۍ تر منځ د شخړو شپږ ورځې وروسته ډاکټر غني اجراییه رئیس ته د کتلو وخت ورکړ.
اجراییه رئیس شپږ ورځې وړاندې د ځوانانو په نړیوالې ورځ کې په سپیدار ماڼې کې پر ولسمشر غني نیوکې وکړې او یاده یې کړه چې ولسمشر غني په دریو میاشتو کې د هېواد اجراییه رئیس ته د دوو ساتو لیدلو وخت نه دی ورکړی نو ولس ته به څه وخت ورکړي.
اجرابیه رئیس په تمسخر سره وویل: « څوک چې د بحث زغم او ماغذه ونه لري ولسمشري ورسره نه ښايي.» ولسمشر غني د اجراییه رئیس له څرګندونو او نیوکو وروسته په ارګ کې د ځوانانو په غونډه کې د اجراییه رئیس د نیوکو ځواب ورکړ چې له هغې وروسته په هېواد کې د دواړو خوا پلویانو تر منځ تاوده بحثونه پیل شول.
ولسمشر غني په خپلو خبرو کې اجراییه رئیس په اداري فساد تورن کړ. د ارګ څخه یو سرچینې په نوم نه ښودلو سره رسنیو ته ویلي چې سبا له غرمې وروسته ولسمشر غني له اجراییه رئیس سره په ارګ کې کتنه کوي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button