خبرونهسلايډ

ولسمشر د پرونۍ چاودنې د قربانیانو فاتحه واخیسته

ولسمشر اشرف غني د پرونۍ چاودنې د قربانیانو فاتحه د ارگ په جومات کې واخیسته. د فاتحې گډون والو د تېرې ورځې د چاودنې له امله د ټولو وژل شوو کسانو ارواح لپاره د قرانکریم ختم وکړ او د دوی په حق کې یې دعاگانې وکړې.

د فاتحې په مراسمو کې د لسمشر دویم مرستیال سرور دانش، د اجراييه ریاست مرستیالان هر یو انجینر محمد خان او محمد محقق، د افغانستان د ټولو علماو د شورا مشر مولوي قیام الدین کشاف، د علماو شورا غړو، د ولسي جرگې غړو او نورو لوړ پوړو حکومتي چارواکو گډون کړی وو.

تېره ورځ د کابل په دهمزنگ سیمه کې په لاریون کوونکو د گڼو چاودنو له امله شاوخوا ۸۰ تنه مړه او ۲۰۰ نور ټپیان شوي وو.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button