افغانستان

ولسمشر د زندانونو په اړه په ناتطبيق شويو فرمانونو کې د اقدام امر کړی

ولسمشر غني د هيواد په بېلابېلو زندانونو کې د خپلو هغو فرمانونو په اړه د اقدام کولو امر کړی، چې له تطبيقه پاتې دي، ښاغلي غني دا خبره د کابل د بادام باغ له ښځينه زندان څخه د ليدنې پر مهال کړې ده.

پخوا د ولسي جرگې ځينې غړو له دې امله نيوکه کړې وه، چې په زندانونو کې د ولسمشر غني اختريز فرمانونه نه دي عملي شوي، هغوی ويلي وو، د لوی اختر څو مياشتې تېرې شوې، خو د بنديانو په اړه د ولسمشر يو فرمان هم عملي نه شو.

څه موده وړاندې د پارلمان څو تنو غړيو خبر ورکړ، چې ملي امنيت شورا د بگرام او پلچرخي ۵۸۰ تنو هغو بنديانو د خوشې کېدو اجازه نه ورکوي، چې د محکمو له لوري يې د بند موده ختمه او بري اعلان دي.

د پارلمان غړيو دا هم ويلي وو، چې د بگرام زندان بنديان په خورا بد حالت کې دي او حکومت يې نه خپله غم خوري او نه يې د کورنۍ غړي پرېږدي، څو خوراکي او نور اړين توکي ور ورسوي.

خو له ارگه په خپره شوې تازه خبرپاڼه کې ويل شوي، ولسمشر غني د کابل د بادام باغ ښځينه زندان څخه د ليدنې پر مهال بنديانو ته ډاډ ورکړی، چې دوسيې به يې ژر وڅېړل شي، هغه د بنديانو له ستونزو اورېدو وروسته ويلي، د ۴۰ تنو ښځينه زندانيانو د خوشې کېدو فرمان بشپړ شوی او له مخې به يې په شرايطو برابر کسان خوشې شي.

ولسمشر زياته کړې ده، د دې لپاره چې د بښنې له فرمانونو د ناوړه گټه اخيستنې مخه ونيول شي، د فرمانونو د تطبيق بهير خپله څاري، هغه همدا راز د هغو فرمانونو په اړه د اقدام امر کړی، چې تر دې دمه له عملي کېدو پاتې دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button