افغانستانسلايډ

«ولسمشر دې د اساسي قانون پر ځای د سياسې هوکړې پر اساس کار وکړي»

يو شمېر حقوقپوهان او وکيلان وايي، چې ولسمشر غني دې د هیواد د اساسي قانون مطابق کار نه کوي، ځکه نوموړی د اساسي قانون پر اساس واک ته نه دی رسېدلی، بلکې د يوې سياسي هوکړې له مخې يې واک تر لاسه کړی او د همدې هوکړې له مخې دې کار وکړي.

هغوی وايي، دا چې ولسمشر پر هيچا باور نه لري له همدې امله يې پرېکړه کړې، چې په دولتي ادارو کې لومړۍ او دويمه درجه ټاکنې خپله وکړي، خو د دوی په وينا ولسمشر بايد پوی شي، چې دغه کار افغانستان کې د فساد لمنه نوره هم پراخوي.

خو د ولسمشر د وياند مرستيال دوا خان مينه پال وايي، ولسمشر د دې لپاره چې له ظرفيتونو سمه گټه پورته شي او د واسطو مخه ونيول شي، د اساسي قانون مطابق دا کارونه کوي.

ولسمشر غني تازه امر کړی، چې د لومړۍ او دويمې درجې پسټونو کې هيڅ دولتي اداره او چارواکی د ټاکنو حق نه لري او دا يوازې د ولسمشر صلاحيت شمېرل کېږي.

د دې فرمان يوه برخه کې راغلي چې، د ټولو ذاتي امورو منظوري په ځانگړي ډول مقرري او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي او پوځي ادارو د لوړپوړو چارواکو تبديلي او سرپرستي د ولسمشر له صلاحيتونو څخه دي او د وزيرانو په گډون د حکومت هيڅ چارواکی دا کار نه شي کولی.

خو د ولسي جرگې ځينې غړي او حقوقپوهان نيوکه کوي، چې د ملي يووالي حکومت د اساسي قانون پر اساس نه دی رامنځته شوی چې ولسمشر خپل ټول وزيران سلب صلاحيت کړي او په يادو ادارو کې مقرريانې يوازې خپل صلاحيت وشمېري.

د ولسي جرگې يو غړی چمن شاه اعتمادي وايي: «اصل کې اساسي قانون کې د ملي يووالي حکومت رامنځته کول له سره ځای نه لري، پر همدې اساس هغه ولسمشر کولی شي داسې کارونه وکړي، چې حکومت يې د اساسي قانون پر اساس جوړ وي». نوموړی زياتوي، چې ولسمشر نه شي ويلي، چې زه د اساسي قانون مطابق کار کوم، ځکه هغه د اساسي قانون له مخې واک ته نه دی رسېدلی، بلکې د هغې سياسي هوکړې پر اساس دې کار وکړي، چې حکومت يې پرې جوړ دی. هغه د حکومت دغه کار «نا اعلان شوې دکتاتوري» وبلله او زياته يې کړه: «موږ وروسته له هغه نا اعلان شوې دکتاتورۍ ته ورگرځو چې يوه نيمه لسيزه مو ډموکراسي وازمويله، چې دا کار به ډموکراسۍ ته ډېر زيان واړوي».

د کابل پوهنتون يوه استاده شهلا فريد وايي، دا چې اساسي قانون کې د ولسمشر صلاحيتونه ډېر عام پېژندل شوي، ولسمشر يې هغه ډول کارولی شي، چې زړه يې غواړي. د هغې په وينا ولسمشر غني همدې نه په گټه اخيستو دغه صلاحيتونه په خپله گټه تشريح کوي. اغلې فريد د ولسمشر دغه گام د اجراييه رياست او د دې رياست د مرستيالانو د صلاحيتونو د سلبولو لپاره بللی، چې په وينا يې فساد ته به لا زمينه برابره کړي.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستيال وياند ښاغلی مينه پال په لومړۍ او دويمه درجه پسټونو کې ګمارنې او عزل له اساسي قانون سره سم د ولسمشر صلاحيت بللی دی. هغه ټينگار کوي، چې ولسمشر هيڅکله له قانونه سوء استفاده نه کوي او له ظرفيتونو د سمې گټې اخيستنې او واسطو د مخنيوي په خاطر په خپله په دې اړه پرېکړې کوي.

ولسمشر غني وروسته له هغه د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري او د افغانستان لپاره د م م د ځانگړي استازي يان کوبيش په منځگړتوب حکومت له اجرايه رييس عبد الله عبد الله سره ووېشه، چې د ۱۳۹۳ کال ټاکنو کې ستونزې راولاړې شوې، او د همدغه وېش پر اساس وروسته ډېرې مقرريانې په مساوي توگه وشوې، چې له امله يې د ولسمشر ډېری پلويان له هغه خوابدي شول.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button