افغانستانراپورونه

ولسمشر اشرف غني: راتلونکو درې اونیو کې به نوی ولسمشر د لوړې مراسم پر ځاې کړي

ولسمشر غني وایي، تر راتلونکو دریو اوونیو پورې به نوی ولسمشر د لوړې مراسم پر ځای کړي.
نوموړي نن په کابل کې افغان ځواکونو ته د زر اپارتمانونو د وېشلو په مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل، تر راتلونکو دریو اوونیو پورې به نوی ولسمشر، چې د اعلانولو مسوولیت یې د انتخاباتي کمیسیونونو دی، د لوړې مراسم پرځای کړي.
د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې (مېزان) میاشتې په شپږمه ترسره شوې چې د ټاکنو کمیسیون د مالوماتو له مخې پکې تر دوه میلیونه ډېرو کسانو برخه اخیستې وه.
ولسمشر غني تر دریو اوونيو پورې د ټاکنو د پایلو اعلان خبره په داسې حال کې کوي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د مهالوېش له مخې د یادو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې میاشتې په ۲۷ او وروستۍ هغه یې د راتلونکې میاشتې په ۱۶مه اعلانېږي.

Tags

Related Articles

Back to top button