افغانستانخبرونه

ولسمشر اشرف غني د ټاپي د پروژې د پرانیستې لپاره ترکمنستان ته ولاړ

نن وسهار ولسمشر اشرف غنی د یوه لوړ پوړي دولتي هیات په مشري د ترکمنستان پلازمېنې عشق اباد ته ولاړ تر څو د ګازو د لیکي د پرانستي په غونډه کې برخه واخلي. ولسمشر د دې دوه ورځنې سفر په دوران کې د ټاپي د پروژې چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان، او هند هیوادونو د ګازو ګډ پروګرام دی د پرانیستې تر څنګ به د ترکمنستان له ولسمشر قربان قلی بردف محمدوف سره لېدنه هم وکړي او همدارنګه به ”د سولې، امنیت او پرمختګ په برخه کې د نړیوالو همکاریو د بې طرفانه پالیسیو“ کنفرانس کې خبرې وکړي.

له ولسمشر سره په دې سفر کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د جمهور رئیس سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي، د کانونو وزیر داوود شاه صبا، د اوبو او انرژي وزیر علي احمد عثماني، د سوداګرۍ وزیر محمد همایون رسا، د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر، د منځنۍ اسیا په چارو کې د جمهور رئیس سلاکار شاکر کارګر او د هرات او فاریاب والیان هم ملتیا کوي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button