افغانستانراپورونه

ولسمشرغني، حامد کرزی د بیجینګ له غونډې منع کړی

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي،د ولسمشر غني د مخالفت له امله د بیجینګ په ناسته کې ګډون نه کوي .
حامد کرزي له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې ویلي، غوښتل یې چې په چین کې جوړېدونکې بین الافغاني ناسته کې برخه واخلي، خو ولسمشر غني ترې غوښتي چې په دې ناسته کې دې برخه نه اخلي.
حامد کرزي ویلي سره لدې چې ده د ولسمشر غني په غوښتنه په دې ناسته کې له ګډون ډډه وکړه،خو وروسته یې ولیدل چې اشرف غني له یوشمېر نورو مشرانو سره هم مخالف دی او د هغوی نومونه یې هم له لیست لرې کړي دي.
حامد کرزي ویلي، امریکا او طالبان غواړي، افغانستان ته سوله راشي نو په خبره یې افغان حکومت باید د دې پروسې پر وړاندې خنډ ونه ګرځي

Tags

ورته مطالب

Back to top button