افغانستانسلايډ

ولايتي شورا: ترينکوټ د سقوط په درشل کې دی

د روزگان د ولايتي شورا رييس خبر ورکوي، چې مرکز ترينکوټ ته په څو سوه مترۍ کې درنه جگړه روانه ده او که ځانگړي ځواکونه په بېړنۍ توگه ور ونه رسېږي، ترينکوټ به سقوط وکړي. وسله والو طالبانو له تېرو دريو ورځو راهيسې د روزگان پر مرکز درانه بريدونه پيل کړي دي. چارواکو نن سهار ادعا وکړه چې دغه بريدونه يې پر شا تنبولي او څلوېښت وسله وال يې وژلي دي، خو د ولايتي شورا رييس د ښار سقوط ته اندېښمن دی.

د ولايتي شورا رييس عبد الکريم خادمزی زياتوي، چې په ځينو سيمو کې د ښار نيم کلو مترۍ کې جگړه روانه ده او د ښار اوسېدونکي په تېښته دي. د هغه په وينا ولايتي چارواکو له ملي امنيت شورا او له کورنيو چارو او دفاع وزارتونو د بېړنيو مرستو غوښتنه کړې، هغوی د مرستې ژمنه کړې خو تر اوسه عملي شوې نه ده.

ښاغلی خادمزی وايي، د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د نه همغږۍ او مشرتابه کې د ستونزو له کبله طالبان مخ پر وړاندې روان دي او دمگړۍ د ترينکوټ او روزگان او د ترينکوټ او چورې ولسوالۍ لويه لار تړلې دي.

يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک سره خبرو کې ويلي، چې طالبانو د ترينکوټ- کندهار پر لويه لار اوه پوستې له امنيتي ځواکونو نيولې دي. دغه راز د روزگان امنيه قوماندان محمد ويس صميمي وايي، چې د ترينکوټ اړوند په گرم اب، ديجوذ، ککرک، مهراباد او تنگي سيمو کې ټولې پوستې د طالبانو تر بريدونو لاندې دي.

پژواک د يوې بلې امنيتي سرچينې له خولې ليکلي، چې روانه جگړه کې تر دې دمه اتلسو امنيتي ځواکونو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button