افغانستانخبرونه

وزیري: مخالفینو ماتې خوړلې

د افغانستان د دفاع وزارت د پنټاګون د وروستي راپور په تړاو غبرګون کې وايي چې مخالفینو یې ماتې خوړلې ده. د امریکا د دفاع وزارت په یوه تازه رپوټ کې، چې کانګریس ته یې استولی، ویلي چې له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو له وتلو سره طالبان زړور شوي، ځواکمن شوي او د افغان حکومت پوځیانو تلفات له اټکله ډېر زیات و.

د امريکا دفاع وزارت کانګريس ته په خپل نوي راپور کې ويلي، چې د روان کال له نيمايي وروسته د افغانستان په لر و بر کې د طالبانو بريدونه او چاودنې د پخوا په پرتله زياتې شوي دي.

د امريکا دفاع وزير اشتون کارټر کانګريس ته وويل، چې وسله والو طالبانو د روان کال له نيمايي وروسته د کندز په ګډون ډېرې داسې سيمې ونيولې، چې تمه يې نه کېده.

د دفاع وزارت ویاند، دولت وزیري وايي چې د مخالفینو د جګړې فشار او د حکومتي ځواکونو د تلفاتو ډېرېدو پخلی کوي؛ خو زیاتوي: «مخالفین خپلو اهدافو ته ونه رسېدل، ماتې يې وخوړه، خپلو ټاکل شوو اهدافو ته ونه رسېدل». وزیري وايي، نړۍ باید پوهه شي چې افغان ځواکونو د بهرنیو ځواکونو له مرستې پرته د مخالفینو پر ضد مقاومت وکړ.

تېر سپټمبر کې طالبان وتوانېدل چې له ۲۰۰۱ وروسته په لومړي ځل د کندوز په څېر د یوه مهم ولایت مرکز د حکومت له واکه وباسي. وروسته د بهرنیو ځواکونو په مرسته حکومت یو ځل بیا ښار تر خپلې ولکې لاندې راووست.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button