روغتيا

وزن کمول غواړئ؛ دغه مشروبات مو مرسته کوي

د روغ او سالم ژوند لرلو لپاره له غوره او ګټورو خوړو خوړلو سره د ګټورو مشروباتو انتخاب او استعمال هم ډیر مهم رول لوبوي. هغه کسان چې غواړي خپل اضافي وزن کم کړي له خوړو سربیره باید مشروباتو ته هم ځانګړی پاملرنه وکړي.

د مشروباتو انتخاب په اضافي وزن اخیستلو او یا له لاسه ورکولو کې ځینې وختونه له زیات شمیر خوړو څخه زیات اغیزمن وي نو له همدې امله د اضافي وزن کمولو لپاره مشروباتو انتخاب او استعمال کې باید ځانګړې پاملرنه وشي.

دلته مو له یو شمیر هغو مشروباتو سره چې د اضافي وزن په کمولو کې له انسان سره له اندازې زیاته مرسته کولی شي اشنا کوو.

اوبه

د روغتیايي کارپوهانو په وینا هغه کسان چې غواړي خپل وزن کم کړي باید له زیات نه زیات اوبه وڅښي. له دې سربیره که چیرې په اوبو کې لیمو واچول شي نو دا نه یوازې د روغتیا لپاره ډیره زیاته ګټه لري بلکه له ورزش څخه وړاندې يي استعمال د بدن اضافي وزن په له منځه وړلو کې ډیره مرسته کوي.

د سبزیجاتو سوپ

د سبزیجاتو سوپ د ویټامینونو، منرالونو او نورو ګټورو موادو یو له غوره منابعو څخه ګڼل کیږي چې له همدې امله ډیرې روغتیايي ګټې هم لري. له خواړه خوړلو څخه وړاندې د سبزیجاتو سوپ څښل د انسان اضافي وزن کموي.

شین چای

شین چای د زیات شمیر افغانانو د خوښې مشروب دی کوم چې انسان له مختلفو مهلکو ناروغیو څخه ژغورلی شي. د روغتیايي کارپوهانو په وینا په ورځ کې دوه ځلي د شین چای استعمال د انسان وزن زیاتیدو ته نه پریږدي.

توره کافي

توره کافي نه یوازې دا چې د بدن اضافي وزن اوبه کوي بلکه په بدن کې د انرژۍ اندازه هم زیاتوي ځکه چې په کافي کې شته کیفین نومې مواد کالوري په سوځولو کې مهم رول لوبوي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button