افغانستانراپورونه

وتلی لیکوال او څېړونکی وحید مژده په کابل کې ترور شو

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تائید کړه، چې د سیاسي چارو کارپوه او د سولې فعال وحید مژده په مرګوني برید کې وژل شوی دی.

نوموړي وویل، چې وحید مژده نن مازیګر مهال کابل ښار کې د روسیې سفارت ته څېرمه د دوو تنو موټرسایکل سپرو وسله‌والو تر برید لاندې راغی او وروسته یې په روغتون کې د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړې.

کورنیو چارو وزارت وايي، پېښه تر څېړنې لاندې ده او په اړه به یې پلټنې وشي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې په تېر یو کال کې د سولې په درې نورو  فعالانو خیرالله شینواری، نظر محمد مطمین او حسن حقیار هم د ناڅرګندو وسله والو له لورې بریدونه شوي.

د سولې فعالان او د سیاسي چارو شنونکي د دا ډول مرموزو وژنو او د سولې د فعالانو هدف ګرځول غندي او د سولې د هیلو د زیاتېدو سره هم‌مهاله په پلازمېنه کې د داسې تروریستي بریدونو د پړې ګوته حکومت او استخباراتي ارګانونو ته نیسي.

د وحید مژده کورنۍ ته نیژدې سرچینې وايي چې پر نوموړي باندي د هغه د کور سره نیژدې د دوو موټرسایکل سپرو وسلوالو له لوري برید وشو چې له امله یې هغه سخت ټپي شو.

دوی وايي، بریدګر له سیمې څخه تښتېدلي دي او نوموړی د کورنۍ د غړو له لوري روغتون ته رسول شوی دی.

خو اوس تازه راپور وايي، چې ښاغلي مژده په روغتون کې ساه ورکړه.

وحید مژده د روس ضد جهاد له مهاله په سیاسي او فرهنګي فعالیت پېژندل کېده. همدارنګه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بهرنیو چارو وزارت کې د ديپلوماسۍ ریاست غړی و.

ښاغلي مژده لومړنی کورنی لیکوال و، چې د طالبانو له سقوط وروسته یې د طالبانو د حکومت په اړه د «طالبان و پنج‌سال سیطره آنان بر افغانستان» سیاسي او تحلیلي کتاب ولیکه ، چې تر ډېره بریده له سختو نیوکو سره هم مخ و.

Tags

ورته مطالب

Back to top button