اسلام

وتلی اسلام ضد هالنډی سیاستوال مسلمان شوی

د هالنډ د پارلمان پخوانی غړی او وتلی اسلام ضد سیاستوال مسلمان شوی دی.
جورم وان کلارون د pvv په نوم د افراطي اسلام ضد ګوند مهم غړی هم و.
د دې ګوند مشر ګیرټ ویلډرز دی چې اد سلام مخالفت کې ډېر مشهور دی. نوموړي د اسلام ضد یو فلم نشرولو نیت هم کړی و چې بیا یې د مسلمانانو د سخت غبرګون له امله پرېښود.
د ټي ار ټي د رپوټ له مخې، نهه دېرش کلن کلاورن اسلام ضد کتاب په لیکلو بوخت و، خو د کتاب لیکلو پر مهال یې د اسلام په اړه فکر بدل شو.
نوموړي د دوشنبې په ورځ د خپلې مسلمانۍ اعلان وکړ.
وړاندې د یاد ګوند یو بل وتلی غړی وان دورن هم په ۲۰۱۲ کې مسلمان شوی و. نوموړي کلاورن ته د مسلمانېدو مبارکي ورکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button