سلايډسيمه او نړۍ

وال سټريټ ژورنال: له اتومي تړون وروسته د ايران سخت دريځي مشران نور هم قوي شوي

د تېر کال جون کې د ايران او شپږو سترو هېوادونو تر منځ له امنيتي تړون وروسته د ايران سخت دريځې شيعه مشران نور هم قوي شوي دي.

وال سټريټ ژورنال په خپل تازه راپور کې ليکلي، چې له اتومي تړون وروسته ايراني سخت دريځي مشران په ځانگړې توگه اية الله خامنه‌يي د خپلو سياسي مخالفينو پر ضد نور هم سخت گامونه اخيستي او له هغې وروسته ايران کې د سياسی مخالفينو نيول او ځورول د پخوا په پرتله ډېر شوي دي.
وال سټريټ ژورنال د ايران سياسي کړيو له قوله ليکلي، چې امنيتي ځواکونه په ځانگړې توگه د خامنه‌يي پلويانو له اتومي تړون وروسته ايران کې د رسنيو، هنرمندانو او سياسي مخالفينو د ځپلو لپاره خپلې کړنې نورې هم گړندۍ کړي او ټوله موخه يې دا ده، چې راتلونکو ټاکنو کې د خامنه‌يي مخالفين له صحنې وباسي او ميدان د خامنه‌يي پلويانو ته پاتې شي.
وال سټري ژورنال ليکلي: «خامنه‌يي تېره اوونۍ تهران کې د جوماتو ملا امامانو ته په خپله وينا کې وويل، چې امريکا راتلونکو ټولټاکنو ته سترگې پر لار ده، مگر د ايران ستر ملت به يې دغه ارمانونه له خاورو سره خاورې کړي، هغه که په ټاکنو کې وي او که په نورو مسايلو کې.»
د ايران گواښ:
دغه امريکايي ورځپاڼه زياتوي، چې په دې ورستيو کې ايران دوه باليستيکي توغندي وازمويل او دا کار يې په څرگندو ټکو امريکا او نړيوالې ټولنې لپاره گواښ دی؛ ځکه چې دا ازموينه يې عربي سمندرګي کې د امريکايي سمندري بېړيو ته نږدې کړې ده.
«امريکا او اروپا په دې تمه وه، چې له اتومي تړون وروسته د ايران ولسمشر حسن روحاني هېواد کې د ديموکراسۍ د پرمختگ لپاره هڅې وکړي، مگر عملا داسې ښکاري، چې روحاني د پخوا په پرتله کمزوری شوی او هېواد کې د ولسواکۍ د پرمختگ لپاره کار نه شي کولای.»
د وال سټريټ ژورنال په وينا سپينه ماڼۍ به راتلونکو لنډو ورځو کې له اتومي بم جوړونې د لاس اخيستو په بدل کې ايران سره د سل ميليارده ډالرو مرسته وکړي، مگر ايراني اکاډيميک خلک، چې د روحاني پلويان دي وېره لري، چې دا مرستې به خامنه‌يي د سخت دريځو د پياوړتيا لپاره وکاروي.
گټه يې د ايران سخت دريځو شرکتونو ته رسي
ورځپاڼه زياتوي، چې راتلونکو وختونو کې نړيواله ټوله غواړي، چې د ايران له گڼو شرکتونو بنديزونه پورته کړي، چې ډېری يې د ايران نظامي او سخت دريځي ديني شرکتونه دي، چې مستقيما د خامنه‌يي له لوري اداره کيږي او گټه به يې هم ده او سخت دريځو شيعه گانو ته رسيږي.
ټاکل شوې، چې راتلونکي فبروري کې د ايران پارلماني ټاکنې ترسره شي او ورپسې به د خامنه‌يي د ځای ناستي په اړه خبرې اترې پيل شي، چې راتلونکي وخت کې د ايران مذهبي مشري پر غاړه واخلي.
وال سټريټ د ايراني سرچينو له قوله ليکلي، دوی داسې معلومات لري، چې خامنه‌يي غواړي د «اصلاح غوښتونکو» سياستوالو مخه به ډب شي او ټول ټاکنو کې يې د گډون مخنيوي لپاره پلانونه په کار اچول شوي دي.
Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button