افغانستانسلايډ

والي: پر مرکزي بغلان مو د طالبانو بريدونه په شا تنبولي

د بغلان والي وايي، چې پر مرکزي بغلان ولسوالۍ يې د وسله والو طالبانو بريدونه په شا تنبولي دي. نوموړی ادعا کوي، چې د تېرې شپې د عملياتو پر مهال يې شاوخوا اويا تنو طالبانو ته مرگ ژوبله اړولې ده.
والي عبد الستار بارز نن سهار يوې خبري غونډې ته خبرو کې څرگنده کړه، چې د جگړې په ترڅ کې د طالبانو څو تنه قوماندانان هم وژل شوي دي.
طالبانو د پنجشنبې په ورځ ماسپخين نه وروسته پر مرکزي بغلان ولسوالۍ بريدونه پيل کړل چې د شپې تر يوولسو بجو يې دوام وکړ. د بغلان د والي په وينا جگړه کې څلور تنه امنيتي سرتېري هم وژل شوي دي. خو طالبانو پرون ادعا کړې وه، چې دولس امنيتي پوستې يې نيولې دي او لسگونو امنيتي ځواکونو ته يې مرگ ژوبله اړولې ده.
د يادونې ده، چې د بغلان دهنه غوري ولسوالۍ هم څو ورځې وړاندې د طالبانو لاس ته ولوېده، چې د والي په وينا د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د «غدارو سرتېرو» د غدر له امله وه. هغه وايي دمگړۍ د دغو سرتېرو نيول روان دي او يوه برخه يې نيول شوي هم دي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button