افغانستانسلايډ

واشنگټن پوسټ: امريکا افغانستان کې بې شمېره وسلې وېشلي

واشنگټن پوسټ ورځپاڼې خبر ورکړی دی، چې امريکا پر افغانستان او عراق له بريد وروسته دغو هېوادونو کې له شمېره وتې وسلې وېشلې دي. ورځپاڼې په خپله ننۍ گڼه کې څرگنده کړې ده چې امريکا دغه وسلې دې هېوادونو کې خپلو دوستانو ته ورکړې دي. امریکا افغانستان کې پر دولتي ځواکونو سربېره د لسگونو زرو نورو هغو ملېشو وسله وېشله، چې د دوی پر گټه وې. ډېری جنگسالاران اوس هم له دغو وسلو گټه پورته کوي.

سرچينې څرگنده کړې ده چې امریکا د دغو وېشليو وسلو کره ريکارډ هم نه لري او په دې اړه لږه پوهېږي چې دا وسلې اوس چېرته او له چا سره دي.

ورځپاڼې دواړو عراق او افغانستان کې د امريکا له لوري د ۱،۴۵ مليون ميله سپکې او درنې وسلې د وېشلو خبر ورکړی، چې شاوخوا لس لکه يې يرغليزې او پاتې نورې يې ماشيندارې او تومانچې دي.

د امريکا دفاع وزارت د دغو وسلو د نږدې نيمايي شمېر د اسنادو لرلو ادعا کوي.

د افغانستان د جگړې ډېری څارونکي په دې اند دي چې امريکا نه غواړي د افغانستان جگړه پای ته ورسوي، د همدې لپاره هلته نوې جگړه مارې ډلې رامنځته کوي او هغوی ته وسلې رسوي، چې په دې سره د افغانستان خلکو کې ستره وېره هم رامنځته شوې ده. پخواني ولسمشر حامد کرزي څه موده وړاندې څرگنده کړه چې امريکا غواړي افغانستان کې رواني جنگ پر مخ يوسي او په خلکو کې وېره او ترهه خپره کړي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button