پاموړراپورونه

هند کې یو ښځې له خپل خیرن میړه څخه د طلاق غوښتنه کړي

دا ډیره حیرانونکی پيښه ده تاسو به کله هم د داسې حیرانونکې پيښې په اړه نه وي اوریدلي یو ښځه هغه هم د خپل میړه نه په داسې حال کې طلاق غواړي چې هغه لامبي نه .

دا ښځه چې ۲۰ کاله عمر لري او سونیا نومیږي د ۲۳ کلن رمیش سره واده کړي رمیش پایپکار ده په کلي او ښار کې د اوبو پایپونه لګوي خو ښځې يې ځکه په محکمه کې پرې عریضه کړي او طلاق ترې غوښتي چې لامبي نه او ډیر خیرن ده ښځې په عریضه کې لیکلي د شپې د خوب چل هم نه ورځي.

د بهار ایالت د ښځو یوې محکمې ددې ښځې خاوند ته دوه میاشتې وخت ورکړي تر څو ځان پاک کړي او خپل ژوند کې تغیر راولي خو رمیش د خپلې ښځې ټوله ګاڼه ځان سره نیولي هغه وايي، زه نه غواړم چې کور مې وران شي هغه زیاتوي، زه په دوه میاشتو کې هغه سې ځان جوړوم څنګه مې چې ښځه غواړي.

ورته مطالب

Back to top button