افغانستانسلايډ

هند کې پر هوايي اډه وسله وال بريد روان دی

د هند پټهان کوټ کې د هوايي ځواک پر يوه اډه بريدونه روان دي.

هندي رسنۍ د چارواکو له قوله وايي، چې تر اوسه دوه بريدگر وژل شوي او بريدونه اوس هم روان دي.

ويل کيږي، چې بريدگرو د بريد پر مهال د امنيتي ځواکونو له يونيفورم او موټرو په استفادې بريد کړی دی.

پټهان کوټ پاکستان پولې ته څېرمه هندي ولسوالۍ ده او اوس هم د بريدگرو او امنيتي ځواکونو تر منځ ډزې روانې دي.

د پټهان کوټ پوليس وايي، دوی هڅه کوي، د بريدگرو هويت معلوم کړي او له هغې وروسته به رسنيو سره نور معلومات شريک کړي.

دا پېښه پر ځايي وخت سهار درې نيمې بجې شوې ده.

دا بريد په داسې حال کې کيږي، چې د هند او پاکستان اړيکې د پخوا په پرتله ښې شوي. د هند لومړي وزیر، نریندرا مودي تېره اوونۍ له څه کم دوو لسیزو وروسته پاکستان ته یو ورځنی ناڅاپي سفر درلود.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button