پاموړ

هند کې د کولمو د ګاز خوشې کولو سیالي کېږي

د هند د ګجرات ایالت په سورت کې د کولمو د ګاز د خوشې کولو سیالي کېږي.
هندي رسنۍ وایي چې دغه سیالي به د روانې سپتمبر میاشتې په ۲۲ ترسره شي.
دغه سیالي دوه تنو، یتین سینګووي او مول سینګوي جوړوي.
سینګووي هندي vice ته ویلي چې ګټونکو ته ډالۍ هم ورکول کېږي.
نوم لیکنه په سل هندي کلدارو ده او د هغه چا د کولمو ګاز چې ښکلی وي، نو تر ۱۵۰۰۰ هندي کلدارو پورې ډالۍ ورکول کېږي.
دا لومړی ځل دی چې هند کې دغه ډول سیالي ترسره کېږي.

Related Articles

Back to top button