راپورونهسيمه او نړۍ

هند له خبرتیا پرته په پاکستان اوبه ورخوشې کړي

هندي چارواکو پاکستان ته داخلېدونکي ستلج سیند کې تر ۲۰۰ زره کیوسک پورې اوبه ورخوشې کړي دي.
ټرېبیون لیکلي چې دا ګام پاکستاني لوري ته له خبر ورکولو پرته اخیستل شوی.
پاکستان په ځینو سیمو کې د سیلاب راوتلو خبرداری ورکړی دی.
پاکستاني چارواکو په قصور سیمه کې چارواکو ته د احتیاطي ګامونو د پورته کولو خبره کړې.
د هند او پاکستان تر منځ اړیکې د کشمیر پر سر ترینګلې او ټیټې کچې ته راښکته شوي دي.

Tags

Related Articles

Back to top button