پاموړراپورونه

هند: د یو چرګ په وژلو پولیسو د ۷ کسانو د نیولو امر کړی

هند کې د یو چرګ په وژلو ځايي پولیسو د ۷ کسانو د نیولو امر صادر کړي.

د هند بهار بهو سیمه کې پولیسو د  یو جرګ په وژلو د ۷ تورنو کسانو نیولو امر کړي، راپورونه وايي، چرګ د اوس لپاره عدليي طب ته د څېړنو لپاره لیږل شوی.

دغه چرګ د یوې ښځې وه هغې په خپل کړي شکایت کې ویلي، چې ۷ کسان چې زموږ کور ته راننوتل او چرګ يې په شریکه وواژه، پولیس هم وايي، چې چرګ د ږیرې خریلو په بلیډ(پتري) باندې په اورمېږ کې وهل شوي او وژل شوی ده.

له بل خوا د چرګ د خاوند ګاونډیان هم مني چې څو ورځې وړاندې د دې دوه کورنیو تر منځ شخړه شوی وه او ډیر شک کیږي چې چرګ به دې کسانو وژلی وي، د پولیسو یو بل مشر رګهونات سنګ وایی، پر دغو ۷ کسانو د هند قانون ۴۲۹/ ۳۴۱/ او ۳۲۳ مادو مطابق شکایت ثبت شوی ده.

پولیس وايي، د عدلي څېړنو وروسته به د تورونو کسانو سزا محکمه ټاکي.

Tags
Back to top button