خبرونهسلايډ

هند ته د ولسمشر سفر پاکستان اندېښمن کړی

ولسمشر غني هند ته په دوه ورځني سفر کې له هندي چارواکو سره د یو ملیارد امریکايي ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي چې لامله به یې هند د افغانستان په گڼو پروژو کې بلاعوضه مرسته کوي. هند په تېرې یو نیمې لسیزې کې له افغانستان سره شاوخوا د یونیم ملیارد امریکايي ډالرو مرسته کړې.

د هند او افغانستان نږدوالی پاکستان اندېښمن کړی او وېره لري چې هند د افغانستان له لارې پاکستان په نښه نه کړي. د امریکا غږ اشنا راډیو هند ته د غني د وروستي سفر په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو له ویاند نفیس ذکریا سره مرکه کړې.

نفیس ذکریا ویلي چې هېواد یې نه غواړي د افغانستان او هند د نږدېوالي په اړه کومه تبصره ولري خو که چېرې هند د افغانستان له لارې د پاکستان گټې په نښه کړي نو بیا به پاکستان په دې اړه اقدام وکړي. ذکریا همدارنگه زیاته کړې چې د افغانستان ځمکه باید د هیڅ هېواد د گټو په ضد ونه کارول شي. ذکریا وايي چې موږ تېرو کلونو کې هم دغه ډول څرگندونې کړې وې او راتلونکي کې به هم دا خبره پټه ونه ساتو.

ذکریا په پای کې زیاته کړه چې پاکستان پوهېږي چې له خپلو گټو او ځمکنۍ بشپړتیا څخه څه ډول دفاع وکړي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button