افغانستانراپورونه

هند: افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې حل کیدائ شي

هند وايي افغان جګړه د خبرو له لارې د حل وړ ده او باید پر دې پروسه ټینګار وشي. د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر ویلي امریکا په افغانستان کې ۱۹کاله جګړه وکړه، خو په دغه هېواد کې لا هم تاوتریخوالی او ترهګري پر خپل ځای ده. دده په خبره ددې اړتیا ده چې روانه جګړه د خبرو له لارې حل کړل شي او هند ددې مسئلې ملاتړ کوي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر دغه راز ویلي چې افغانستان د هند لپاره خورا مهم دی او تل یې هڅه کړې له دغه هېواد سره په بېلو برخو کې مرستې او همکارۍ وکړي.

جي شنکر ژمنه کړې چې هېواد به یې له افغانستان سره د پراختیا، لوړو زده کړو، بنسټیزو پروژو او دې ته ورته برخو کې خپلې همکارۍ و نه سپموي.

Tags

Related Articles

Back to top button