خبرونهسلايډ

هندي کشمیر: پر نظامي اډې بريد کې ۱۷ سرتیري وژل شوي

د راپورنو له مخې څلور تنو وسله‌والو هندي کشمیر کې د پوځ پر یوې اډې برید کړی چې له امله یې تر دې دمه ۱۷ تنه سرتېري وژل شوي دي. بریدگرو لومړی له لاسي بمونو کار اخیستی او وروسته د کلاشینکوفونو سره اډې ته ننوتي دي.

د سیمه‌ایزو رسنیو د راپور له مخې جگړه تر دې دمه دوام لري او تر اوسه پورې څلور تنه بریدگر وژل شوي دي. د جگړې له امله گڼ سرتېري ټپیان شوي او د سرينیگر روغتون ته یې رسولي دي.

پېښه د هند او پاکستان تر منځ پولې لاین اف اکنټرول ته څېرمه شوې. دې سیمې کې دېته ورته پېښې په دې نږدې وختونو کې نه دي شوي.

په هندي کشمیر کې له درې میاشتو را په دېخوا د پوځ او کشمیري اوسېدونکو تر منځ تاوتریخوالی ډېر شوی دی چې له امله یې ګرځ بندیز لګېدلی دی.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button