افغانستان

هلمند: گرشک کې څلور ماين‌پاکان وژل شوي

د هلمند د گرشک ولسوالۍ په اوبازانو سيمه کې نن د ماين پاکانو پر يوه ډله وسله وال بريد شوی، چې په ترڅ کې يې څلور تنه وژل شوي دي او يو بل ټپي دی. د پېښې قربانيان د «ډافا» په نوم موسسې پورې تړلي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د پېښې پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې بريد د وسله والو طالبانو له لوري شوی دی. خو نوموړي د پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزيات نه دي ورکړي.

وسله والو طالبانو لا په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو پخوا يې ډېر ځله دې ډول پېښو کې لاس لرل رد کړي دي.

د هلمند په گرشک او نورو ولسواليو کې دا مهال د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ سختې نښتې روانې دي.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې وخت نا وخت پر ماين پاکانو بریدونه کېږي، چې کله هم په کې مرگ ژوبله ورپېښېږي او کله يې وسله وال د يرغمل په توگه له ځان سره وړي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button