افغانستانسلايډ

هلمند: گرشک کې له تېرې شپې راهيسې نښته روانه ده

د هلمند په گرشک کې له تېرې شپې راهيسې د وسله والو طالبانو او پوليسو تر منځ سخته نښته روانه ده. د گرشک امنيه قومندان محمد اسماعيل خپلواک رسنيو ته ويلي، وسله والو طالبانو تېره شپه د گرشک په آدم کلي کې پر اړوندو پوستو بريدونه پيل کړي دي. هغه زياتوي: «طالبان د پوليسو له سخت مقاومت سره مخ دي او لا هم نښته روانه ده».

د خپلواک په وينا په دې نښته کې تر اوسه شل وسله وال وژل شوي او شپاړلس نور ټپيان دي. هغه جگړه کې د درې پوليسو مرگ او درې نورو ټپي کېدل هم تاييد کړل.

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد د دغې جگړې پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې شپږو پوليسو ته يې مرگ ژوبله اړولې ده، خو نوموړي د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د جگړې تاييد کړی، خو د تلفاتو په اړه يې رسنيو ته څه نه دي ويلي.

خو د گرشک ولسوال محمد شريف بيا په جگړه کې د نهو امنيتي سرتېرو د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو خبره کوي، هغه وايي، جگړه کې دوه تنه طالبان هم وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

په تېرو دوو مياشتو کې د هلمند گڼې ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د خونړيو جگړو شاهدې دي، چې له امله يې ځايي خلک هم له گڼو ستونزو سره لاس او گرېوان دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button