افغانستانسلايډ

هلمند کې لسگونه پولیس او عسکر وژل شوي

هلمند کې د تېرو درې ورځو جگړو کې له پنځوسو د ډېرو پوليسو او عسکرو د مرگ ژوبلې خبر ورکړل شوی دی.

د هلمند گڼو چارواکو د نوم نه ښودو په شرط رسنيو ته ويلي، تېرو دريو ورځو کې څلورو ولسواليو کې د وسله والو طالبانو په بريدونو او جگړو کې اته ويشت پوليس او عسکر وژل شوي او له شلو ډېر نور ټپيان دي.

د «DW» له راپور سره سم د هلمند چارواکو زياته کړې ده، د تېرې يکشنبې په ورځ د سنگين ولسوالۍ په مرکز کې د تلاشۍ پر يوه پوسته د وسله والو په ځانمرگي بريد کې لږ تر لږه اوه عسکر ووژل شول او پنځلس نور ټپيان شول، چې په وروستيو پېښو کې دا تر ټولو خونړۍ بلل شوې ده.

چارواکو همدا راز سنگين، خانشين او گرشک کې د جگړو او داخلي بريدونو پر مهال د يوويشت پوليسو او عسکرو د وژل کېدو او نهو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی. د هلمند په يادو ولسواليو کې لا هم جگړه په زور کې روانه ده. دولت وايي، سيمې ته یې تازه دمه عسکر استولي دي.

هلمند کې تېرو ورځو کې د وسله والو طالبانو له لوري د موسی کلا او گرشک تر منځ د فيضان پوځي کمپ د نيولو خبر هم ورکړل شو، چارواکو د دې خبر پخلی کړی و، خو د جگړې د تلفاتو په اړه يې څه نه وو ويلي.

بل لور ته هلمند کې د افغان ځواکونو تر څنگ امريکايي او ناټو ځواکونه هم په جگړه بوخت دي، د امريکا او برتانيا حکومتونو څرگنده کړې ده، چې نږدې راتلونکې کې به هلمند ته شاوخوا دولس سوه پوځيان نور ولېږي، څو د افغان ځواکونو مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نړيوالو راپورونو څه موده مخکې اعلان کړه، چې طالبان د افغانستان په دېرش سلنه خاوره ولکه لري، خو د ملي يووالي حکومت مشرانو دغه راپورونه ناسم بللي دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button