افغانستان

هلمند: نهه‌پنځوس تنه د طالبانو له بنده خوشې شوي دي

دفاع وزارت خبر ورکړی، چې هلمند کې نهه‌پنځوس تنه د وسله والو طالبانو له بنده خوشې شوي دي. د وزارت چارواکو ويلي، دغه نهه‌پنځوس بنديان تېره شپه په ګرشک او نهرسراج ولسواليو کې د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې د وسله والو له زندانه ازاد کړای شوي دي.

د دفاع وزارت مرستيال وياند دولت وزيري رسنيو ته ويلي، دغه عمليات پرون د طالبانو تر ولکې لاندې سيمو کې تر سره شوي دي.

وزارت دا خبره نه ده کړې چې خوشې شوي کسان څوک دي، نه هم طالبانو په دې اړه تر اوسه څه ويلي دي.

دولت څه موده مخکې هم په يوه ورته پېښه کې له طالبانو د لسګونو عسکرو د خوشې کولو ويلي وو، خو طالبانو د يوې اعلاميې په ترڅ کې د دولت له لوري بېول شوي کسان ټول عام خلک وبلل، چې دوی ته د عريضو او ستونزو هوارولو په موخه ورغلي وو.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button